جمعه, فبروري 6, 2026
Home+په نړۍ کې پوځي بودجه په زیاتېدو ده، خو څومره؟

په نړۍ کې پوځي بودجه په زیاتېدو ده، خو څومره؟

تاند – د ستاکهولم د نړیوالې سولې د څېړنو موسسې (سیپري) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ پوځي لګښتونه ۲ تریلیونه او ۷۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۹.۴ سلنه زیات دي.

د سیپري په راپور کې دا تر سړې جګړې وروسته تر ټولو لوی کلنی زیاتوالی بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې ۱۵ هغو هېوادونو چې تر ټولو ډېر پوځي لګښتونه لري، په تېرو ۱۲ میاشتو کې خپله دفاعي بودجه زیاته کړې ده.

امریکا، چین، روسیه، جرمني او هند هغه پنځه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات پوځي لګښتونه لري. دوی په مجموعي ډول ۱.۶۳۵ تریلیون ډالره پر پوځ برخه لګولي، چې د نړۍ د ټولو پوځي لګښتونو ۶۰ سلنه جوړوي.

د راپور له مخې، په اروپا او منځني ختیځ کې پوځي لګښتونه تر نورو سیمو ډېر چټک زیات شوي دي. د اوکراین جګړه او د امریکا له خوا د ناټو پر ژمنو شکونو سبب شوي چې په اروپا کې پوځي لګښتونه ۱۷ سلنه زیات شي. سیپري وایي، له مالټا پرته، ټولو اروپايي هېوادونو په ۲۰۲۴ کال کې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي دي.

جرمني په ۲۰۲۴ کال کې ۷۷.۸۹ میلیارد یورو پوځ ته ځانګړي کړي، چې دا د دغه هېواد لپاره نوی ریکارډ دی او د دفاعي لګښتونو له پلوه د منځنۍ او لوېدیځې اروپا په کچه لومړی هیواد دی.

له بلې خوا، د پولنډ پوځي لګښتونه ۳۱ سلنه لوړ شوي او ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې دا د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید ۴.۲ سلنه جوړوي.

اوکراین هم په ۲۰۲۴ کال کې ۶۴.۷ میلیارد ډالر په پوځي او دفاعي چارو لګولي، چې دا د روسیې د دفاعي بودجې ۴۳ سلنه جوړوي. دا پیسې د تېر کال په پرتله ۲.۹ سلنه زیاتې دي.

د روسیې دفاعي لګښتونه په ۲۰۲۴ کې ۱۴۹ میلیارد ډالر ښودل شوي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی دی.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال پوځي بودجه ۹۹۷ میلیارد ډالره اټکل شوې، چې د تېر کال پرتله ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي. دا رقم د ناټو د ټولو لګښتونو ۶۶ سلنه او د نړۍ د ټولو پوځي لګښتونو ۳۷ سلنه جوړوي.

چین هم په روان کال کې خپل دفاعي لګښتونه ۷ سلنه لوړ کړي او دا بودجه نژدې ۳۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. چین له درېیو لسیزو راهیسی پر له پسې پوځي بودجه زیاتوي. د راپور له مخې، د آسیا او ارام سمندر سیمې د پوځي لګښتونو نیمایي برخه د چین ده.

په منځني ختیځ کې پوځي لګښتونه په ۲۰۲۴ کال کې ۲۴۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې دا د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

اسراییل په روان کال کې خپل پوځي لګښتونه ۶۵ سلنه لوړ کړي او ۴۶.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې دا د۱۹۶۷ کال له شپږ ورځني جنګ راهیسې تر ټولو لوړ رقم دی. دا زیاتوالی له غزې سره د دوامداره جګړې او له حزب‌الله لبنان سره د شخړو له امله بلل شوی.

په راپور کې د ایران دفاعي بودجې ته هم اشاره شوې، چې د سیپري له مخې، دا بودجه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰ سلنه راټیټه شوې او ۷.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...