Homeخبرونهد امریکا سترې محکمې حکم صادر کړ چې د افغان کډوالو پر...

د امریکا سترې محکمې حکم صادر کړ چې د افغان کډوالو پر دوسیو د کار پروسه دې پیل شي

تاند – د امریکا سترې محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مې له ۱۲مې نېټې څخه د افغان کډوالو پر دوسیو د کار پروسه بیا پیل کړي.

په دې پرېکړه کې د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP)، د بیا مېشتېدو طرحې، او د سفر د تأیید پروګرامونه هم شامل دي.

شان وین ډیور، چې د “افغان ایواک” مشر دی، دا پرېکړه د امریکا د افغان متحدانو لپاره یوه ستره بریا بللې. هغه ټینګار کړی که د ټرمپ اداره دا پرېکړه عملي کړي، نو دا به یو مهم پرمختګ وي.

د سترې محکمې حکم په ځانګړي ډول د کډوالو د منلو د بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې، او دا پرېکړه به د مې له ۱۲مې نافذه شي.

 د محکمې قاضي ټینګار کړی چې اداره باید ژر تر ژره د کډوالو پر دوسیو د کار پروسه پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...