Homeخبرونههند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په...

هند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه کړي، پاکستان وایي بریدونه پر ملکي سیمو شوي

د هند چارواکو ویلي چې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه یې د “سندور” عملیاتو په نوم هوایي بریدونه ترسره کړي او پکې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه شوي دي.

هندي چارواکي ادعا کوي چې بریدونه یوازې پر هغو اهدافو شوي چې د ترهګرۍ له فعالیتونو سره تړاو لري، او وایي چې د پاکستان هیڅ ډول پوځي تاسیسات ندي په نښه شوي.

بلخوا د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي سیمې هدف ګرځولې دي چې دوی به بې ځوابه پاته نشي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بریدونو کې تر دې دمه ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

هند پوځ پر پاکستان تازه برید ته د “سېندور” عملیاتو نوم ورکړی.

سېندور هغه سور رنګ دی چې هندوان پخپلو ودونو کې د ناوې ټنډه پرې سره کوي او په نورو مذهبي مراسمو کې یې هم کاروي.

دا هم ولولئ:

مخکنی راپور – د پاکستان د پوځ غبرګون

نور جزیات وروسته…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...