Homeخبرونههند د پاکستان د بهاولپور، کوټلي او مظفرآباد په ښارونو هوايي بریدونه...

هند د پاکستان د بهاولپور، کوټلي او مظفرآباد په ښارونو هوايي بریدونه کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو ریاست (ISPR) د عمومي مشر، جنرال احمد شریف چودري، په حواله راپور ورکړی چې هند د پاکستان د کوټلي، مظفرآباد او بهاولپور ښارونو پر بېلابېلو برخو د هوا له لارې توغندیز بریدونه کړي دي.

د سرچنې په وینا د هند دغه بریدونه د پاکستان په ځايي وخت د شپې شاوخوا یوه بجه شوي.

تر اوسه ددغه بریدونو د تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.

هندي چارواکو تر اوسه په دې تړاوو څرګندونې نه دي کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۲۲مه د کشمیر په پاهلګام سیمه کې د یوه خونړي برید له امله پیل شو، چې پکې ۲۶ تنه، اکثره هندو سیلانیان، ووژل شول.

دا برید د «The Resistance Front» په نامه ډلې پر غاړه واخیست، چې هند یې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمنه ګڼي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي .

نور جزیات وروسته …

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...