تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۷مه】د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو، د افغان-ټرانس د رېل پټلۍ پروژې په اړه تیلیفوني خبرې وکړې.
په دې تیلیفوني خبرو کې دواړه لوریو د درې اړخیزه ناستې (افغانستان-ازبکستان-پاکستان) د جوړېدو په تړاو هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې،د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر بختیار سعیدوف ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېر کال پرتله تاشکند ته د کابل صادرات درې برابره زیات شوي دي.
نوموړي ژمنه کړې، چې افغان سوداګرو لپاره به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ویزې په برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
بل لورته متقي هم ټینګار کړی، چې افغانستان د لويو اقتصادي پروژو لکه افغان -ټرانس د پلي کېدو او د سیاسي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره له ازبیکستان سره بشپړه چمتووالی لري.