تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۷مه】د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي حضرت الله ځاځي په ورور وسله وال برید شوی.
دغه برید پر نوموړي په کابل کې شوی چې له امله یې نوموړی ټپي شوی دی.
حضرت الله ځاځی وايي، تېره شپه د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنې کې وسله والو هڅه کړې چې د هغه ورور موټر ته پورته کړي، خو نوموړي ورسره مقاومت کړی چې له امله یې هغه ټپي شوی دی.
ځاځی زیاتوي چې، په کابل کې نا امني ډېره شوې او زیاتره وخت د ښار په کوڅو وسله وال غله پر خلکو د لوټلو لپاره بریدونه کوي.
نوموړی وایي له دې امله زیاتره خلک سخت ټپي کېږي او په ځینو مواردو کې وژل کېږي.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “ښایي دا یوازې زما ورور نه وي چې له داسې یوې پېښې سره مخ کېږي په ورځ کې په لسهاوو وسلوال غله په لارو کوڅو کې په موبایل ټلیفون، موټر سایکل، موټر یا په خپلو پیسو باندې د مرګ تر پولې وهل، او یا هم وژل کېږي”.
د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې افغانستان کې یې امنیت ټينګ کړی دی.
د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی حضرت الله ځاځی د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د خلکو د خوندیتوب لپاره دې د امنیت ټينګښت ته پام وکړي.