تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۷مه】ایراني رسنۍ وایي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۶۸۹ زره افغان کډوال، چې په ناقانونه ډول ایران ته تللي وو، بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د خراسان رضوي سرحدي قومندان سردار مجید شجاع په وینا، دغه کسان د دوغارون له پولې، د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.
نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې بهرني وګړي باید له قانوني لارو او رسمي سرحدونو ایران ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې په ایران کې اوس هم زرګونه افغانان په زندانونو کې د خلاصون په تمه سختې شېبې تېروي.
د نظر خاوندان وایي، ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډیان دي چې هېڅکله یې افغانانو ته درناوی نه دی کړی اږ د بشر حقونو خلاف یې پر افغان کډوالو ظلمونه کړي دي.
د ایران تر څنګ پاکستان د اپریل له پیله د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پیل کړې ده.
د وروستیو معلوماتو له مخې سرچینې وایي چې پاکستان په تېرو ۲۷ ورځو کې کابو ۱۲۰زره افغان کډوال ایستلي دي.
https://taand.net/?p=253896