پنجشنبه, مې 22, 2025
Home+د جنسي اړيکو او نشاط په ترڅ کې سر دردي

د جنسي اړيکو او نشاط په ترڅ کې سر دردي

ډاکټر لمر

د کوروالۍ په بهیر کې سر دردي یا سر خوږي زياتره په نرينه کې تر سترګو کېږي. د کوروالي په ترڅ کې له اورګازمه مخکې سر دردي، د کوروالۍ په بهير کې سر دردي،  د ډېر پیاوړي انفجاري دردونو احساس د اورګازم (خوند يا نشاط) په ترڅ کې او د عضلاتو دردونه د فيزيکي او يا فکري  ستومانتيا په اړوند، سره بېلېږي، خو لومړنۍ درې بڼې د جنسي اړيکو اساسي سر دردي شمېرل کېږې. د سر دردي لومړنی ظهور یا لومړنۍ نښې د کوروالي په ترڅ کې بايد سمې وڅېړل شي، چې د سر دردي نورې بڼې نه وي او یا هم د سر دردي اسباب مغزي خونريزي يا تومورونه نه وي، ځکه د سردردي پېښو ته بايد جدي پاملرنه وشي. د کوروالي په بهیر کې د سر دردي عواقب دومره خطرناک نه دي، زياتره دغه دردونه له کوروالي وروسته کمېږي او په عادي حالت کې يو شخص سردردي نه لري. د اوږدمهاله سر دردي په ترڅ کې کېدلی شي د سردردي د لنډ مهاله مخنيوي لپاره له يو ځای کېدلو مخکې د (Indometacin 25 mg) تابليتونو، چې ۳۰ تر ۶۰ دقيقو مخکې له کوروالي واخستل شي، سپارښتنه کېږي، خو همدا ډول د سر دردي اوږدمهاله وقايه په (Propranolol 3 x 20 mg) تر سره کېدلی شي، چې دغه درمل تر دريو مياشتو متواتراستفاده شي.

د کوروالي په بهير کې د سر دردونو ته لا هيپوکرات (Hippokrates) پاملرنه کړې وه او په دې اړه يې خپلې څرګندونې کړې وې. هغه ليکلي ول، چې سړی بايد دغه د سردردي پېښې له هغو بېلې کړي، چې د سپورت، منډو، قدم وهلو، د ښکار او يا نورو فزيکي فعاليتونو په بهير کې رامنځ ته کېږي او یا هم هغه څوک، چې له بريده زيات د کوروالي فعاليت ولري، يعنې په کوروالي کې افراط وکړي (Adam 1848). د کوروالي په بهير کې د سردردي پېښې او نښې يې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۴ کال کې خپاره شوي وو (Lance 1974, Paulson & Klawans 1974). د دغه ځانګړې سردردي په اړه ګڼشمېر کلينيکي پېښې ليکل شوې او خپرې شوي دي، چې تر ۱۹۸۶ کاله پورې د دغه سر دردي ۱۱۰ پېښې په ګوتو شوې وې (Johns 1986). په وروستيو کلونو کې ګڼشمېر ناروغان کتل شوي، چې د دغه سر دردي دقيقه شننه تر سره شي. د دغه سردردي په اړوند او د هغې د پتوفيزيولوژي په اړه ګڼشمېر کلينيکي تجربې هم تر سره شوي دي (Frese et al. 2003). د (International Headache Society-IHS) له وېشنې سره سم د کوروالۍ په بهير کې لومړنۍ يا پرایمري سردردي په لاندې ډول وېشل شوي دي:

  • له جنسې نشاط يا خونده (اورګازمه) مخـــکې سر دردي
  • د جنسي نشاط يا خوند (اورګازم) په ترڅ کـې سر دردي

له اورګازمه مخکې سر دردي د خفيفو دردونو په بڼه په غاړه، څټ او د سر په شاتنۍ برخه کې پېلېږي او د عضلاتو د کلکېدو يا شخېدو احساس په څټ او ژامو کې رامنځ ته کېږي او د کوروالۍ په بهير کې دغه دردونه نور هم پياوړي کېږي. د اورګازم په ترڅ کې بيا د سر دردونه ناڅابي رامنځ ته کېږي، چې د څړيکو او په انفجاري بڼه ظهور کوي. د (IHS) له وېشنې سره سم د دغه سردردي درېيمه بڼه چې د کوروالي په بهير کې د بدن د پوزېشن يا حالت اړوند سردردي ده، چې وروسته له اورګازمه (النشوتهَ الجنسيهَ) او زياتره د ستوني ستغ (تخته به پشت) په حالت کې رامنځ ته کېږي. د سر دردي د دغه بڼې پېښې ډېرې لږ دي او د ليکيور (Liquor) يا مغزي مايعاتود فشار د ښکته کېدو په ترڅ کې د مغزو د بېروني پردې (Dura) د شکېدنې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، چې د کورولي د سردرديو په لومړنۍ بڼه کې نه شمېرل کېږي او د (Low cerebrospinal fluid pressure syndrome) په نامه تشخیص کېږي.

د کوروالي په بهير کې د سر دردي د عمر اړوند معيار په اړه جوت معلومات نه شته. د نفوس د عمومي څېړنو په ترڅ کې ښودل شوې، چې دغه سر دردي په يوه سلنه (1 %) خلکو کې ليدل شوې ده، چې د سر دردي له لومړنيو بڼو څخه ده، چې د بدن د فزيکي يا فکري ستړيا او د ټوخېدو په ترڅ کې له سردردي سره تقریبآ په یوه کچه پېښېږي (Rasmussen & Olessen 1992).

د کوروالي په ترڅ کې د سردردي پېښې کېدلی شي له یوې سلنې زيات وي، ځګه ډېر ناروغان شرمېږي، چې ډاکټر ته ورشي، نو د دغه ناروغي تياره يا نا څرګنده برخه کېدلی شي، په لوړه کچه وي. په دغه ناروغي نرينه د ښځو په پرتله له ۳-۴ ځله زياتره آخته کېږي (Lance 1976, Silbert et al. 1991, Pascual et al. 1996, Frese et al. 2003). د کوروالي په بهير کې سر دردي زياتره له ۲۰ تر ۲۴ کلنۍ پورې وي او بيا له ۳۵ تر ۴۴ کلنۍ پورې پېښېږي (Frese et al. 2003). د دغه سردردي له اورګازمه مخکې بڼه يې د اورګازم په ترڅ کې د سردردي په پرتله له ۳ تر ۴ ځله کمه پېښېږي (Johns 1986, Frese et al. 2003). د کوروالي سردردي له ۱۹٪ تر۴۷ ٪ د نيمسري (Migraine) له ناروغي سره،  له ۲۹٪ تر ۴۰ ٪ د فزيکي ستومانتيا او تر ۴۵٪ د فکري فشار له سر دردي سره غبرګه پېښېږي (Lance 1976, Silbert et al. 1991, Pascual et al. 1996, Frese et al. 2003).

د کوروالي د سر دردي د پتوجنېز يا ودې دقيق ميکانيزمونه لا څرګند نه دي. په يو شمېر ليکنو کې هڅه شوې، چې له اورګازمه مخکې د کوروالي سر دردي د بدني او فکري فشار له سر دردي سره او د اورګازم په ترڅ کې سردردي د نيمسري (ميګرېن) سره اړوندې وښيي (Lance 1976). په وروستيو کلونو کې د مغزو په استقلاب يا ميتوبوليزم کې د ذاتي تنظيم اختلال د اورګازم په سر دردي کې ښودل شوی دی. په څېړنو کې ښودل شوې ده، چې د اورګازم د سر دردي په ناروغانو کې ښودل شوې، چې د جنسي نشاط يا خوند په ترڅ کې د وينې د (PH) کچه ټيټېږي، چې د روغو خلکو او د نيمسري ناروغانو په پرتله يې په مغزو کې د سوررګيو يا شريانونو  پراخېدنه (Vasodialtation) کمېږي، چې د سر دردي بېل ميکانیزم ته ښودنه کوي (Evers et al. 2003). د کوروالي په ترڅ کې سردردي یوازې په ۸ ٪ ناروغانو کې د وينې له لوړفشار سره مل وي، چې د کوروالي په سردردي کې کوم ځانګړی رول نه لري (Frese et al. 2003)، خو د بدن فزيکي او فکري ستړيا په ترڅ کې په هغه ناروغانو کې، چې د کوروالي سر دردي لري، د وينې فشار يې د روغو او د نیمسري ناروغانو په پرتله لوړ وي (Evers et al. 2003). هغه ناروغان، چې د کوروالي په سر دردي مبتلا وي، نو لکه د نيمسري ناروغان د ناروغي د درک عادت يې د مغزو د فعاليت کمښت ته نغوته کوي، چې د سردردي د پېښې په ترڅ کې يې مغزي فعاليت له ضعيفه پوتنسيالونو سره ښيي (Frese et al. 2003). دغه پتوفيزيولوژيک خاصيت ښيي، چې د اورګازم يا نشاط سردردي او د نیمسري ناروغان ټوليز پتوفيزيولوژيک ميکانيزم لري (Frese et al. 2003).

د اورګازم يا نشاط سردردي يوازې د کوروالي په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. د سر دردونه زياتره د جمجمې (ککرې) دوړاې خواوې نيسي، يا ټول سر خوږېږي او يا هم د سر څټ درد کوي. دغه سر دردي په منځني توګه تر ۳۰ دقيقو دوام کوي، چې تر ټولو زيات دوام يې تر ۲۴ ساعتونو وي، خو خفيف دردونه کولی شي تر ۷۲ ساعتونو هم دوام وکړي، چې بيا ورو ورو کمېږي (Frese et al. 2003). د سر درد د کوروالي په طريقې او شمېر پورې اړه نه لري او کېدلی شي د متعه په بهير کې هم رامنځ ته شې (Frese et al. 2003). د غه سر دردي د وخت په تېرېدو کمېږي، د ناروغي پېښې کېدلی شي له څو ورځو تر څو کلونو دوام وکړي، خو د وخت په تېرېدو د کوروالي په ترڅ کې د سر دردونه کمېږي (Silbert et al. 1991, Frese et al. 2004). د ناروغانو يو وړ شمېر کېدلی شي د کوروالي مزمنه سردردي ولري او د بې له درده موده يې لنډه وي. له دغه ډلې ناروغانو يوازې ۵۰ سلنه د کوروالي په بهير کې د سر دردي پېښې لري (Frese et al. 2004). له اورګازمه مخکې او د اورګازم په ترڅ کې د دردونو  يوې پرتليزې څېړنې ښودلې ده، چې د دغه دواړو سردرديو په اړوند د لومړني ځل د سر دردي پېښې، د نرينه او ښځينه په منځ کې، د سردردي د دوام، د دردونو موقعيت او د ناروغي د ودې وړاندوينه کې کوم توپير نه دی ثابت شو (Frese et al. 2003).

د کوروالي په سر دردي کې، چې لومړنی (Primary) ځل پېښېږي، نو د سردردي دويمنۍ (Secondary) بڼه بايد وڅېړل شي، چې تشخيص سم واضح شي. د (IHS) له غوښتنو سره سم د کوروالي په لومړنۍ پېښه کې بايد د اورګازم سر دردي په ترڅ کې د مغزو د پردو خونرېزي (Subarachnoidbleeding) پېښې ته پاملرنه وشي، چې د رګونو د انوريزما د چاودېدلو او د رګونو د سؤ شکل (Arteriovenoumalformation) په ترڅ کې رامنځ ته کېدلی شي، چې د رګونو د قشرونو د بېلېدلو (Vasculardissection) پېښې هم بايد وڅېړل شي او تشخیص تثبيت شي. د مغزو د پردو خونريزي د کوروالي په بهير کې تر ۱۲ ٪ خلکو کې پېښېږي، چې د تشخيص لپاره يې بايد بېلابېلې څېړنې تر سره شي، چې تشخيص سم وشي (CCT-Cranial Computer Tomography, Cerebrospinal Fluid/Liquor Examination  او په ځانګړو پېښو کې د  Angiography) مېتودونه کارول کېږي (Lundberg und Ostermann 1974).

له سر دردي سره نورې ملې نښې لکه دلبدي (ناغېړي)، استفراق (کانګې)، د جسم ټوليزه ستړيا، فکري فشار، د سر، ورمېږ، اوږو او د غاړې د عضلاتو شخوالی، په ځينو پېښو کې د لاسونو او پښو بې سېکتيا او د سر دردونه، چې له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر دوام وکړي، نو دغه حالت کې بايد ژر تر ژره پورته يادې شوې څېړنې تر سره شي، چې تشخيص ژر وشي او د ناورغي سمه تداوي پيل شي.

د کوروالي په ترڅ کې د سر د دردونو تدواي د درملو تر څنګ په ځېنو حالتونو کې پرته له درمله هم تداوي کېدلی شي. د کوروالي په بهير کې بايد د فعال پارتنر پر ځای د غير فعال رول ونيول شي، يعنې د کوروالي په ترڅ کې پر ځان فشار رواړل نه شي (کله وار د اَبا وي او کله د ادې!) ، د کوروالي دغه توګه يا طريقه د دې سبب کېږي، چې د جسمي ستومانتيا له کموالي سره د سر دردونه هم د کوروالي په ترڅ کې کمېږي. دغه مېتود په ۵۰ سلنه ناروغانو کې د سر دردونه کموي، يعنې جوت اغېز لري (Frese et al. 2003). د کوروالي په ترڅ کې د سردردي د لومړنيو نښو په ترڅ کې د کوروالي درول او بلخصوص د مخکې له اورګازمه-سردردي کې د دردونو مخنيوی کېدلی شي، چې د دغه توګې په ترڅ کې په ۴۰ سلنه ناروغانو کې د سر درد کم ښودل شوی دی (Frese et al. 2003). که له کوروالي وروسته د سر ضعيف او خفيف دردونه لا موجود وي، نو د کوروالي د بيا پیلولو په ترڅ کې د سردردي د حملې امکان زيات وي او کېدلی شي د کوروالي په بهير کې ډېره پياوړې سر دردي پېښه شي، په دې حالت کې سپارښتنه کېږي، چې په دغه موده کې کوروالي تر سره نه شي (Lance 1976, Frese et al. 2003). د هغو ناروغانو لپاره، چې د کوروالي په ترڅ کې پرلپسې سر دردي لري او د سر دردي حملې يې تل تکرارېږي، نو درمليزه تداوي يې بايد تر سره شي.

د سردردي په دغه بڼه کې د تداوي موخه دا ده، چې د سردردي د بريدونو مخنيوی وشي. اوسمهال بېلابېل د (NSAID) د ګروپ د درد درملونه لکه (Paracetamol, Naproxen, Ibuprofen, Aspirine, Diclofenac) موجود دي، ، مګر د کوروالي په بهير کې د سر د دردونو د حملې په ترڅ کې تر ۹۰ سلنه ګټور نه برېښي (Frese et al. 2004).

د نا پلان شوې او پلان شوې کوروالي په بهير کې د سردردي درمليزه موقتي وقايه (مخنيوی) ډېره ګټوره برېښي. د موقتې وقايې لپاره ښه او ګټور درمل (Indometacin) ښودل شوی دی. له کوروالي تقريبآ یو ساعت مخکې د (Indometacin 50 mg-75 mg) سپارښتنه کېږي، چې له ۸۰ سلنه ډېرو ناروغانو کې ډېر ګټور اغيز درلودلی شي (Frese et al. 2004). د هغو ناروغانو لپاره، چې د سردردي حملې يې متواترې او زياتې وي او کوروالي يې نا پلان شوي وي، نو د دومداره وقايوي درملنې سپارښتنه ورته کېږي، چې د کوروالي په بهير کې د سردردي د حملو مخنيوی يې وشي. د دغو ناروغانو لپاره د (Propranolol) په درمل د تداوي سپارښتنه کېږي، چې په ډېرو پېښو کې د سردردي د بريدونو مخنيوی کوي (Johns 1986, Silbert et al. 1991, Pascual et al. 1996, Frese et al. 2004). د دومداره وقايې او پرلپسې تداوي لپاره د ورځې د (Propranolol 3 x 20 mg او يا 3x 80 mg) سپارښتنه کېږي، چې تر ۸۰ سلنه د ناروغانو د سر دردونه کموي. د دغه سردردي په تداوي کې د (Betablocker) لکه (Metoprolol) او (Atenolol) کارول هم ګټور برېښېدلي دي، مګر کلينيکي تجربې له دغو دوو درملو سره کمې دي (Silbert et al. 1991, Frese et al. 2004). د کوروالي د سر دردي په تداوي کې د موقتي او دومداره وقايوي درملنه باید هر ۳ مياشتې ودرول شي، ځکه د کوروالي سر دردي د وخت په تېرېدو پخپله له منځه ځي، ځکه نو د دومداره تداوي اړتيا نه ليدل کېږي.

د کوروالي د سردردي د مخنيوي لپاره د کوروالي په ترڅ کې د مېړه او مېرمنې انزالېدل حتمي او ګټور دي. په ځينو پېښو کې ښځې د نشاط عُمق ته نه رسېږي، يعنې نه انزالېږي. د کوروالي په دغه حالت کې ښځه توده شي، مګر سړه نه شي! نو وروسته له کوروالي له جسمي، فکري او رواني فشارونو او سردردي نالښت کوي. وروسته د نرينه له انزاله پر بدن فشار کمېږي، بې سيکه کېږي او د بدن عضلات يې نرمېږي، چې لومړی د رېفرکتر فاز ته ځي او بيا يې د استراحت احساس پياوړی کېږي، چې وروسته له استراحته د بدن سېک زياتېږي او د کوروالي بل ځل لپاره آماده کېږي، چې په ښځو کې هم د انزال په ترڅ کې نشاط رامنځ ته کېږي، چې د نرينه په پرتله دوامداره وي او کېدی شي، څو ځله پېښ شي. مګر که ښځه د نشاط او انزال عُمق ته ونه رسيږي، نو له جسمي، فکري اورواني فشار سره مخامخ کېږي، چې د بدن او د سر له دردونو سره مل وي.

د کوروالي په بهير کې په بدن کې لومړی د پارولو هارمونونه وينې ته نينېږي، چې د وينې فشار لوړېږي، نبض زياتېږي، بدن ګرمېږي او خولې پرې ماتېږي، چې د نشاط له عُمق سره دغه پېښې په بدن کې ډېرې پياوړې وي. وروسته له انزاله وينې ته د خوند او آرامښت هارمونونه نينېږي، چې انسان آرامېږي، بې سېکه کېږي، خوبجن وي او د استراحت پر څپو خُمار وي، چې دغه نښې په ښځو کې هم وروسته له انزاله ليدل کېږي، چې د جسمي، فکري او رواني آرامتيا سبب يې ګرځي او له کوروالي بشپړ خوند اخلي او پر جسم يې صحي اغېز پرېوځي، ځکه اړينه برېښي، چې د کوروالي په ترڅ کې ښځه هم تر نشاط او انزاله ورسول شي.

پايله

د کوروالي په بهير کې د سر دردي تداوي بايد په پرګماتيک بڼه ګام پر ګام تر سره شي. د تداوي په پيل کې يا لومړي پړاو کې بايد تشخيص سم تر سره شي، له يو متخصص ډاکټر سره مشوره وشي، د سر دردي نور علتونه وڅېړل شي، چې مغزې سکته يا خونرېزي، د مغزو تومورونه او يا هم ايپيليبسي (ميرګي) د سر دردي عامل نه وي.  د ښې وړاندوينې په ترڅ کې بايد د سردردي په ترڅ کې کوروالي (جنسي اړيکې) ودرول شي او بله ورځ دې د غير فعاله کوروالي، يعنې فعال وار دې ښځې ته ورکړل شي، چې فعاله ونډه واخلي او يا برعکس که سر دردي د مېرمن وي، نو مېرمن دې غير فعاله شي (په آرامه دې له کوروالي پرته له هيجانه جنسي نشاط يا خوند واخلي!).

په دويم پړاو کې بايد موقتي وقایوي دريځ ونيول شي او د سر دردي سمه تداوي دې تر سره شي، چې د (Indometacin 25 mg يا 100 mg) سپارښتنه کېږي او ۳۰ يا ۶۰ دقيقې له کوروالي مخکې بايد دغه تابليت وخوړل شي، چې د کوروالي په ترڅ کې د سردردي مخنيوی وشي.

په دريم پړاو کې د دومداره وقايې لپاره د (Propranolol) د درمل کارول دي، چې د ورځې درې ځله (3 x 20 mg  يا 3 x 80 mg) د پورته ياد شوي درمل تابليتونه وکارول شي، چې دغه تداوي بايد وروسته له ۳ مياشتو ودرول شي، ځکه د کوروالي سر دردي د وخت په تېرېدو پخپله ښه کېږي، ځکه نو په دوامداره وقايه کې وقفه اړينه ده.

Literature

  1. Adams F. The genuine works of Hippocrates. London: Sydenham Society 1848 (page 94).
  2. Evers S, Schmidt O, Frese A, et al. The cerebral hemodynamics of headache associated with sexual activity. Pain 2003; 102: 73-78
  3. Frese A, Eikermann A, Frese K, et al. Headache associated with sexual activity. Demography, clinical features, and comorbidity. Neurology 2003A; 61: 796-800.
  4. Frese A, Frese K, Ringelstein EB, et al. Cognitive processing in headache associated with sexual activity. Cephalalgia 2003B; 23: 543-551.
  5. Frese A, Frese K, Schwaag S, et al. Prophylactic treatment and course of the disease in headache associated with sexual activity. In: Olesen J, Silberstein S, Tfelt-Hansen P, eds. Preventive pharmacotherapy of headache disorders. Oxford: Oxford University Press, 2004: 50-54.
  6. Headache Classification Subcommittee of the International Headache Society. Classification and diagnostic criteria for headache disorders, cranial neuralgias and facial pain. Cephalalgia 1988; 8 (Supl. 7): 1-96.
  7. Headache Classification Subcommittee of the International Headache Society. The international classification of headache disorders, 2nd edition. Cephalalgia 2004; 24 (Supl. 1): 1-151.
  8. Johns DR. Benign sexual headache within one family. Arch Neurol 1986; 43: 1158-1160.
  9. Lance JW. Headaches occurring during sexual intercourse. Proc Austral Assoc Neurol 1974; 11: 57-60.

10.Lance JW. Headaches related to sexual activity. J Neurol Neurosurg Psychiatry 1976; 39: 1226-1230.

11.Lundberg PO, Osterman PO. The benign and malignant forms of orgasmic cephalgia. Headache 1974; 14: 164-165.

12.Pascual J, Iglesias F, Oterino A, et al. Cough, exertional, and sexual headaches. An analysis of 72 benign and symptomatic cases. Neurology 1996; 46: 1520-1524.

13.Paulson GW, Klawans HL. Benign orgasmic cephalgia. Headache 1974; 13: 181-187. 14.Rasmussen BK, Olesen J. Symptomatic and nonsymptomatic headaches in a general population. Neurology 1992; 42: 1225-1231.

15.Silbert PL, Edis RH, Stewart-Wynne EG, et al. Benign vascular sexual headache and exertional headache: interrelationships and long term prognosis. J Neurol Neurosurg Psychiatry 1991; 54: 417-421.

و من الله التوفيق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...