پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهد ایران په رجايي بندر کې د چاودنې علت څه و؟

د ایران په رجايي بندر کې د چاودنې علت څه و؟

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) نیویارک ټایمز په یوه راپور کې د سپاه پاسداران د یوې سرچینې په قول ویلي چې په رجايي بندر کې چاودېدلې ماده «سودیم پرکلوریت» وه، چې د توغندیو د جامد سونګ له اساسي ترکیباتو څخه ګڼل کېږي.

فایننشل ټایمز هم په جنورۍ میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و چې دا کیمیاوي ماده د چین له لوري په دوو بېړیو کې ایران ته لېږل شوې وه او هدف یې د ایران د توغندويي زېرمو نوي کول وو، چې د اسراییل پر ضد له بریدونو وروسته کم شوي وو.

د بریتانیا د سمندري امنیت شرکت «امبري» هم ویلي چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي د رجايي بندر چاودنه د «سودیم پرکلوریت» د ناسمې ساتنې له امله شوې ده.

دغه شرکت ویلي: «راپورونه ښيي چې د هغو جامد سونګ موادو د ناسم انتقال له امله اور لګېدلی چې د ایران د بالسټیک توغندیو لپاره کارېدل.»

خو د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د شنبې په ماښام راپور ورکړی چې د ایران د ګمرک ادارې د بندر په ساحه کې د خطرناکو او کیمیاوي موادو ذخیره د چاودنې اصلي سبب ګڼلې ده.

د ایران د بحران مدیریت ادارې ویاند حسین ظفري ویلي، د شهید رجايي بندر د چاودنې لامل د کیمیاوي موادو ناسمه ذخیره کول دي.

هغه ایلنا خبري آژانس ته ویلي: «د چاودنې لامل د کانتینرونو دننه شته کیمیاوي مواد وو.»

په ۲۰۲۰ کال کې اسراییل د سایبري برید له لارې د رجايي بندر فعالیت ګډوډ کړی و، خو د شنبې د ورځې د چاودنو په اړه تر اوسه اسرايیلي چارواکو څه نه دي ویلي.

له بلې خوا، د ایران د اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې که څوک د واقعیت خلاف مطالب خپروي، دروغ خپروي یا سپکاوی کوي او د ټولنې رواني امنیت ګډوډوي، نو د قانون له مخې به ورسره مناسب قانوني چلند وشي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني، چې د پېښې ځای ته تللی، د چاودنې د علت په اړه ویلي: «ډاډه اوسئ، هرې نتیجې ته چې ورسېږو، ولس ته به یې اعلان کړو.»

مومني زیاته کړې چې یو ټیم د پېښې د علتونو څېړنه کوي او له خلکو یې غوښتي چې «د بهرنیو رسنیو شایعاتو ته پام ونه کړي.»

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۷۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...