Homeخبرونهپاکستان د اپریل له پیله کابو ۱۲۰ زره افغان کډوال ایستلي

پاکستان د اپریل له پیله کابو ۱۲۰ زره افغان کډوال ایستلي

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۷مه】د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه له پاکستانه کابو ۱۲۰ زره افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.

د یو این اچ سي آر عالي کمېشنر عرفات جمال پرون له تورخم څخه د لیدنې پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

د عرفات جمال په خبره، په راستنو شویو کې نجونې او مېرمنې هم شته چې زده‌کړو او کار ته د محدود لاسرسي په برخه کې له ورک راتلونکي سره مخامخ دي.

سرچینې زیاته کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د بېړنیو مرستو په وړاندې کولو له هغوی ملاتړ کوي، خو اړتیاوې زیاتې دي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال روف مازو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

روف مازو له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د هغو افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي چې پاکستان کې دغو هېوادونو ته د سفر په تمه دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ (جمعه، د غویي ۵مه) د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د نویو لاریو پر پیداکولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د کډوالو داوطلبانه ستنولو لپاره باید زمینه برابره شي.

د راپور له مخې، هغه دغه سفر کې له بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره پر دغو ستونزو خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...