پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهم.م: د کډوالو له راستنېدو سره بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې

م.م: د کډوالو له راستنېدو سره بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنرۍ (UNHCR) وايي چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو له راستنېدو سره، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې ده.

د ملګروملتو دې کمیشنرۍ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې افغان ښځې او نجونې افغانستان ته له ستنېدو وروسته له نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي، او د کډوالو لویه کمېشنري به د بېړنیو مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

ګڼو راستنو شویو کډوالو ویلي چې هر څه یې په پاکستان کې پاته شوي او په افغانستان کې هم د فقر او بېکارۍ له امله اندېښمن دي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو الوتنې (UNHAS) د افغانستان لپاره د بودجې د کمېدو له امله د بندېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه پروګرام په ایکس کې لیکلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د هوا له لارې د مرستو د رسولو لپاره ۱۰.۵ میلیون ډالره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د افغانستان غرنیو سیمو ته د بېړنیو مرستو رسولو یوازینۍ وسیله دا الوتکې وې.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هوایي خدمات (UNHAS) د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ یو سیمه‌ییز هوایي دهلیز جوړ کړی او همداراز د افغانستان په کچه د ملګرو ملتونو کارکوونکو، په ځانګړي ډول د خوړو د نړیوال پروګرام، لپاره د کورنیو الوتنو اسانتیاوې برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...