دوشنبه, جون 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ۱۸ زره ټنه کرنیز محصولات ایران ته صادر کړي

افغانستان ۱۸ زره ټنه کرنیز محصولات ایران ته صادر کړي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر کال د افغانستان تر ۱۸ زره ټنه زیات کرنیز توکي ایران ته صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو صادراتو ارزښت نژدې ۱۹ میلیون ډالرو ته رسېږي. وزارت دا نه ده روښانه کړې چې ایران ته د افغانستان په صادر شویو کرنیزو محصولاتو کې کوم توکي شامل وو.

خو دا په داسي حال کې ده چې ایراني چارواکو مخکې ویلي و چې ایران د بیولوژیکي امنیت د اندېښنو له امله د افغانستان د کرنیزو توکو واردات رسماً بند کړي دي.

د جنوبي خراسان د سوداګرۍ خونې مشر، علیرضا خامه‌زار، د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي: «د نباتاتو د ساتنې ادارې سخت مقررات اصلي خنډ دی.» نوموړي زیاته کړې: «د ایران د قوانینو له مخې، د افغانستان کرنیز محصولات خطرناک ګڼل کېږي.»

له بلې‌خوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران په تېرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي، او افغانستان یې په دې موده کې د صادراتو پنځم لوی بازار ګرځېدلی دی.

ایران وايي، په ۱۳۰۳ کال کې یې له خپلې خاورې تر یو میلیون ډېر افغانان ایستلي

د افغانستان لپاره ایران تر ټولو ستر وارداتي هیواد ګڼل کېږي. له ایران څخه د افغانستان واردات وروسته له دې ډېر شول چې له پاکستان سره د لارو د بیا بیا بندېدو له کبله په ځلونو دوه اړخیزې سوداګرۍ ته خنډونه پېښ شول.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په توازن کې نابرابري د افغان اقتصادپوهانو اندېښنې پارولې دي. هغوی خبرداری ورکړی چې د وارداتو زیاتوالی، له محدودو صادراتي ظرفیتونو سره یوځای، افغانستان د مصرفي اقتصاد پر لور بیايي.

کارپوهان وايي، د سوداګرۍ دا پراخېدونکی تشه د اقتصادي ځوړتیا، بېکارۍ او زیاتېدونکې بېوزلۍ سبب شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

محمد رفیع څنګه د بالیووډ غوره سندرغاړی سو؟‎

د هغو کسانو یو اوږد ليکلړ موجود دی، چي له لاهور څخه  ممبی فلمي صنعت ته تللي او هلته بريالي سوي دي. د دغو کسانو...