بانو د بهرنیو چارو وزیران مسکو ته دعوت کړل.
• د روسیې سفارت په کابل کې فعال پاتې شو، چې دا د مسکو د “عملمحوره سیاست” نښه وه.
ج) اقتصادي اړیکې او انرژي
• روسیې له طالبانو سره د تېلو، غنمو، او ګازو د صادراتو موافقې وکړې.
• طالبانو ته اړتیا وه چې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي، او مسکو هم له دې فرصت څخه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه واخیسته.
د) امنیتي اندېښنې
• د روسیې لپاره د داعش د “خراسان څانګې” (ISKP) فعالیتونه جدي خطر و.
• د تاجکستان، ازبکستان، او قرغزستان له لارې د داعش د احتمالي نفوذ مخنیوي ته تمرکز وشو.
• روسیې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نظامي تمرینات زیات کړل
*د روسیې د افغانستان پالیسۍ ځانګړتیاوې*
۱. احتیاطي سیاست – روسیه د افغانستان په مسئله کې مستقیم لاس نه وهنی، بلکې د ډیپلوماټیکو، اقتصادي، او استخباراتي لارو خپله ګټه تضمینوي.
۲. د طالبانو سره تعامل، خو د رسمیت نهپېژندنه – مسکو د طالبانو حکومت نهدی په رسمیت پېژندلی، خو له هغوی سره تعامل کوي.
۳. اقتصادي فرصتونه – د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د روسیې لپاره یو نوی اقتصادي بازار شو، خصوصاً د انرژۍ صادراتو لپاره.
۴. امنیتي اندېښنې – د داعش د نفوذ، د نشهیي توکو قاچاق، او د منځنۍ آسیا د ثبات ساتلو لپاره روسیه فعاله پاته ده.
په پاي کې؛ د روسیې فدراسیون سیاست د افغانستان په اړه د “عملمحوره احتیاط” پر بنسټ ولاړ دی. مسکو نه غواړي چې افغانستان کې نظامي مداخله وکړي، خو له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي، ترڅو د خپل نفوذ ساتلو تر څنګ د منځنۍ آسیا امنیت هم خوندي کړي.