جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد امریکا د ونډو د بازار بې ساری سقوط او د چین...

د امریکا د ونډو د بازار بې ساری سقوط او د چین متقابل اقدام

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د چین د امریکا د تعرفو په غبرګون کې د امریکا پر ټولو محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله.

چین د جمعې په ورځ وروسته له دې چې  امریکا پر چین او نورو هیوادونو تعرفې ولګولې، اعلان وکړ چې د اپرېل له ۱۰مې به د امریکا د ټولو محصولاتو پر وارداتو ۳۴٪ تعرفه ولګوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنچشنبې په ورځ د “د ازادۍ ورځې”  په نوم لوړې تعرفې اعلان کړې چې له کبله یې تر ټولو لوی ګوزار د امریکا د ونډو بازار وخوړ. د وال ستریټ د ونډو بازار په یوه ورځ ۳ اعشاریه ۱ تریلیون ډالره تاوان وکړ.

د چین نوې تعرفه د امریکا له ۳۴ سلنه تعرفې سره برابره ده، چې ټرمپ دا اوونۍ د چینايي صادراتو پر ضد اعلان کړه.

د بیجینګ د سوداګرۍ وزارت هم په یوه اعلامیه کې وویل چې پر نادره معدني موادو به نوي صادراتي محدودیتونه ولګوي. دا مواد د لوړې ټکنالوژۍ په محصولاتو کې کارول کېږي، لکه کمپیوټري چپس او د برقي موټرو بیټرۍ.

د چین حکومت زیاته کړه چې ۲۷ امریکايي شرکتونه به هغو لستونو ته اضافه کړي، چې له سوداګریزو بندیزونو یا صادراتي محدودیتونو سره مخامخ دي. همداراز، چین اعلان وکړ چې د تعرفو د مسئلې په تړاو یې نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) ته شکایت کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر له خوا اعلان شویو تعرفو مالي بازارونه بې‌ثباته کړل، د جمعې په ورځ، د حمل په ۱۵مه (اپرېل ۴)، د آسیا د ونډو بازارونو نور هم سقوط وکړ، چې دا د ۲۰۲۰ کال د کووید-۱۹ له خپرېدو وروسته بې‌ساری و.

د وال سټریټ د ډېرو شرکتونو ونډو هم د پنجشنبې په ورځ سخت زیان وکړ، چې په عمومي ډول یې ۳.۱ ټریلیونه ډالر له لاسه ورکړل. د “S&P 500” شاخص، چې د دې بازار یو مهم شاخص بلل کېږي، ۲.۴ ټریلیون ډالر زیان وکړ، چې دا د ۲۰۲۰ له جون راهیسې تر ټولو ستر ورځنی زیان و.

“S&P 500” د امریکا د ۵۰۰ سترو شرکتونو د ونډو ارزښت تعقیبوي.

1 COMMENT

  1. سل ټکه دَ زرګر، یؤ ډز دَ آهنګر!
    کږه خوله په سوک سمیږې. اوس دي دَ خپل عمل په مقابل کي عکس العمل هم وګوري!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب