جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټیک ټاک چین ته د معلوماتو د لېږلو په تور په ۵۰۰...

ټیک ټاک چین ته د معلوماتو د لېږلو په تور په ۵۰۰ میلیون یورو جریمه کېږي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د جریمې اندازه ممکن د ایرلنډ د معلوماتو ساتنې د کمیسیون له‌خوا په ورکړل شویو جریمو کې تر ټولو لوړه وي.

د آیرلنډ د معلوماتو ساتنې کمیسیون د ټیک‌ټاک لپاره په اروپا کې اصلي تنظیموونکی اداره ګڼل کېږي.

د راپورونو له مخې، د ټیک‌ټاک اصلي شرکت بایټ‌ډانس ښايي تر ۵۰۰ میلیون یورو زیات جریمه شي، ځکه چې د اروپايي کاروونکو معلومات یې په غیرقانوني ډول چین ته لېږدولي دي.

د معلوماتو د محرمیت دا جریمه به د ایرلنډ د معلوماتو ساتنې کمیسیون (Irish DPC) له‌خوا وضع شي.

‍د بلومبرګ د راپور له مخې، دا اقدام له هغو سرچینو سره د خبرو پر بنسټ شوی چې د موضوع له جزییاتو خبر دي.

د راپور له مخې، دا جریمه د یوې پلټنې پایله ده چې موندلي یې ده چې د اروپا د معلوماتو د محرمیت اصول (GDPR – د عمومي معلوماتو د ساتنې مقررات) تر پښو لاندې شوي، ځکه چې د کاروونکو معلومات چین ته استول شوي، هلته د انجنیرانو له‌خوا ارزول شوي، او دا کار له اروپايي قوانینو سره په ټکر کې دی. ټیک‌ټاک کولی شي دا پرېکړه د ایرلنډ په محکمو کې وننګوي.

د ایرلنډ د معلوماتو ساتنې کمیسیون په ۲۰۲۱ کال کې امازون ته ۷۴۶ میلیونه یورو جریمه ټاکلې وه، او په ۲۰۲۳ کال کې یې میټا ته ۱.۲ میلیارد یورو جریمه وضع کړې وه.

دا جریمه په داسي حال کې ده چې د ټیک‌ټاک اصلي شرکت هڅه کوي د اپرېل تر ۵مې د ټیک‌ټاک د امریکا د څانګې لپاره یو نوی خریدار ومومي؛ که ټیک ټاک د امریکا څانګه ونه پلوري، نو له بندیز سره مخ کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب