تاند【جمعه د حمل ـ وري ۱۵مه】سرچینې وایي، چې په تورخم کې د سکن سیستم د تخنیکي ستونزې له امله، پاکستان سره سوداګري ځنډېدلې ده.
د معلوماتو له مخې دا تخنیکي ستونزه له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې پیدا شوې ده.
له دې ستونزې سره له سوداګریزو توکو بار موټرو تګ راتګ هم ځنډېدلی دی.
بل لورته پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې تورخم کې د تخنیکي ستونزو له امله سوداګري درېدلې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکو تر اوسه د دې ستونزې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
د سوداګرو د معلوماتو له مخې، هره ورځ سوداګرو ته ملیونونه ډالر زیان اوړي.
د یادونې ده چې د تورخم دروازه د فبرورۍ میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د دواړه غاړه پوله ساتو ترمنځ د نښتو له امله یوه میاشت د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده.
په ۲۰۲۴ کال کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت له ۱.۶ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی و.
د معلوماتو له مخې د تورخم له لارې، هره ورځ شاوخوا ۳ ملیونه ډالره سوداګري ترسره کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.
په ۲۰۲۵ کال کې، د تورخم بندر د نږدې یوې میاشتې لپاره د امنیتي نښتو له امله تړل شوی و، چې له امله یې دواړه غاړه سوداګرۍ ته شاوخوا ۶۰ ملیونه ډالره زیان واوښت.
موږ چې واړه و. یو نقل داسې و.
د مچ نقل در واچوم؟
که به ځو هو و.
بیا به یې نقلچی ویل په هو دي نه پوهیږم د مچ نقل در واچوم.
چې سل ځله به دې ورته وویل هو بیا به همدا خبره تکرایده.
که به مو ورته وویل نه د مچ نقل مه اچوه.
بیا به یې وویل: په نه دي نه پوهیږم د مچ نقل در واچوم. تر څو چې به یو مخیزه سړی بې حوصلی شو. او ترې به ولټیده.
پاکستان د تورخم له دروازې د مچ نقل جوړ کړی دی. یا دې افغانان نور دا بد نه کوي هیڅ دې هغې خواته نه ورګوري او که بیا دا بد کوي هیڅ دي شکایت نه کوي. د هغوئ خپل اختیار دی. که یې تړلی هم زړه یې که یې پرانیستله هم زړه یې.
پاکستان نه اسلامی ملک دی. نه هم په کې قانون چلیږي. د هغوئ چې دوئ ته به یې انصار ویل هم خدای خولې ماتې کړې. هم دې خدای اولادونه هالته همداسې خوار او زار کړی. هغه مهاجرین هم چې تر قیامته لکه مږان ورته په موږوي تړلي پراته دي نور دې وشرمیږي ترې را روان دي شي. ځینې خو یې وایی کله چې له دې خوا تلل پیاده لاړل، په خرو سپارو اوس نو څه ټکه را ولویده چې نه شي ترې راتلای. پاکستان نه دیپلماتیک روابط نه انسانی روابط نه اسلامی دیپلماتیک له چا سره لري نه یې په زړه کې ده دا ملک یوازې اسلام بربادی له پاره جوړ دی.
اول دغه سوداګر سي له کافرستان سره سوداګري کوي څوک دي ؟ هم هغه ناموس پلورونکي دي د پلار د مټې ملخئ یې خرڅ او شینکوفو شوبلو د کباړولو له برکته یې د مور په پلورلو دنیا پیدا او له کافرستانه یې تجارت وروسته له طغوتي جهاده بنا کړ. کله سي انسان په حرامو وڅربیږي هغه ضمیر وجدان افغانیت د لاسه ورکوي. دغه تجاران نه بلکې ناموس پلورونکي بې ضمیره خلک دي سي کافرستان پرتوګ ورنه باسي او دوۍ بیا هم نه شرمیږي. 😔