Homeخبرونهپه اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي

تاند【جمعه د حمل ـ وري ۱۵مه】پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوالو ته د بیرته ستنېدو د مهالوېش پای ته رسیدو وروسته پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي دي.

اکسپریس ټریبیون ورځپاڼه په یوه راپور کې لیکلي، چې پولیسو پرون پنجشنبه د حمل یا وري په ۱۴مه ۲۲ کډوال په اسلام آباد او ۳۸ کډوال په راولپندي کې نیولي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري وایي، چې په کراچۍ ښار کې مېشت ۱۷ تنه افغان کډوال یې د پولیسو له منګولو خوشې او پرته له زنداني کېدو یې خپلو کورنو ته لېږلي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې پرون پنجشنبه د پاکستان په زیاتو ښارونو کې د پولیسو له خوا افغان کډوال نیول شوي.

د پاکستان حکومت د (ای سي سي) او (پي او ار) کارت لرونکو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې د روانې میاشتې تر لسمې نېټې له پاکستانه ووځي.

دغه راز د پاکستان په ټولو ښارونو کې پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پېل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...