Homeخبرونهننګرهار؛ د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه

ننګرهار؛ د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه

تاند【جمعه د حمل ـ وري ۱۵مه】ننګرهار کې د نارنج ګل کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه.

دغه مشاعره هر کال د پسرلي په راتلو او پر ننګرهار د نارنج ګل د ښایسته ګلانو د خواږه بوی د خپرېدو په وخت کې جوړېږي.

دا مشاعره چې پرون ماسپښین دوه بجې پیل شوه، د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور مسوولان وایي، په مشاعره کې سږ کال هم زرګونه هېوادوالو، طالب مسوولانو او شاعرانو ګډون کړی وو.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې په مشاعره کې د کوزې پښتونخوا شاعرانو او مینوالو هم ګډون کړی وو.

د مشاعرې ګډونوال او فرهنګیان بیا دا مشاعره د هېواد د کلتور ژوندي ساتلو ترڅنګ د هېوادوالو د یووالي یو مهم سمبول هم بولي، خو ټینګار کوي چې په مشاعره کې باید شاعران په خپل زړه شعر ویلو ته پرېښودل شي.

یوه شاعر د نوم نه خپراوي په شرط تاند ته وویل، چې سږنۍ مشاعره هم یواځې هغو شعرونو ته ځانګړې وه چې د طالبانو د حکومت ملاتړي وو.

دی هیله لري چې دا ډول ملي مشاعرې دي راتلونکي کې د انحصار له بنده خلاصې ترسره شي، څو بېرته پخوانی رنګ او خوند خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...