پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهګوترېش؛ په نړۍ کې ۱۰۰ ملیونه کسان د ماینونو له ګواښ سره...

ګوترېش؛ په نړۍ کې ۱۰۰ ملیونه کسان د ماینونو له ګواښ سره مخ دي

تاند【جمعه د حمل ـ وري ۱۵مه】د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ماینونو د ماینونو د پوهاوي د ورځې په مناسبت وايي، چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ ملیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.

ګوترېش زیاتوي، چې له دې ګواښونو د خوندیتوب لپاره باید نړیوالې هڅې چټکې شي.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په خپل راپور کې ویلي، چې تېر زېږدیز کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو له امله ۵۶۴ کسان چې له نیمايي زیات یې ماشومان دي وژل شوي دي.

یادې کمېټې زیاته کړې، چې افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ او خطر سره مخ دي، چې د راپورونو له مخې ۸۰ سلنه قرباني یې ماشومان دي.

د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو د پوهاوي نړیواله ورځ په ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا ونومول شو او تر اوسه هرکال نمانځل کېږي.
https://taand.net/?p=237991

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...