تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د اسیا په جنوب ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۶ سوه څلور نوي ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر یو زر شپږ سوه اویاوو ته.
دا تازه شمیرې فرانس پریس اژانس د میانمار د واکمنې پوځي شورا په وینا نن خپرې کړې.
د میانمار د پوځي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلینګ دولتي تلویزیون ته ویلي، د مړو او ټپیانو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي چې د دې زلزلې مرکز ډېر ژور نه و او تر مځکې یوازې لس کیلومتره لاندې و.
د زلزلې مرکز د میانمار یا پخوانۍ برما ساګاین ښار ته نژدې، د مانډالای ښار په شاوخوا کې و.
د جمعې په ورځ د اووه اعشاریه اووه ریښتر په کچه زلزلې د میانمار او ګاونډي تایلنډ یوشمیر سیمې ولړزولې چې له امله یې یوه هسکه ودانۍ، یو پل او د اوبو یو بند ویجاړ شوې دي. په میانمار کې مرستندویه ډلې وایي چې لرې پرتو سیمو ته رسیدل سخت دي او ښایي ویجاړۍ ډیرې وي.
د ګاونډي تایلنډ په پلازمینه کې بیا یوه تر کار لاندې جګه ودانۍ ونړیدله او هلته شپیږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د میانمار پوځي حکومت په لږ تر لږه شپږ سیمو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.
پرون له لومړۍ سختې زلزلې لس دقیقې وروسته، په سیمه کې بله زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب شپږ اعشاریه څلور درجې و.
د دې زورورې زلزلې ټکانونه په تایلیند کې هم محسوس شوي او د دغه هیواد په پلازمېنه بانکاک کې یې هم، چې د زلزلې له مرکزه زرګونه کیلومتره لیرې دی، مرګژوبلې اړولې دي.
له لومړۍ سختې زلزلې لس دقیقې وروسته، بله زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۴ درجې و، سیمه بیا ولړزوله.