جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد استخباراتو د ۳۷۶ ریاست لیک: آی ایس ای په دولتي ادارو...

د استخباراتو د ۳۷۶ ریاست لیک: آی ایس ای په دولتي ادارو کې نفوذ کړی

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د طالبانو د استخباراتو «۳۷۶» ریاست (د جاسوسۍ ضد اداره) په یوه رسمي لیک کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، اړوندو ادارو ته ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی‌ایس‌آی) د طالبانو تر مدیریت لاندې دولتي ادارو کې پراخ نفوذ لري.

په دې لیک کې، چې نېټه یې د تېره جمعه، د حمل لومړۍ ښودل شوې، راغلي چې د آی‌ایس‌آی نفوذي کسان تر اوسه د پرمختللو چریکي وسلو د کمښت له امله د هدفي وژنو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

د لیک په یوه برخه کې ټینګار شوی چې د پاکستان استخباراتي اداره اوس د خپلو نفوذي کسانو له لارې هڅه کوي چې لازمې وسلې له بېلابېلو لارو په قاچاقي ډول افغانستان ته داخلې کړي.

د طالبانو د استخباراتو «۳۷۶» ریاست په دې لیک کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دې “امنیتي خلا” د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دا لیک د طالبانو د استخباراتو د «۳۷۶» ریاست د ريیس د داکتر بشیر، په لاسلیک صادر شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې لیک په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

خو تر دې وړاندې په کابل او کندهار کې یو لړ ترورونه شوي چې د پاکستان کار بلل شوی و.

2 COMMENTS

  1. جاسوسان اود ISI گومارل شوی کسان وسلی ته ضرورت نه لری، دا چی دوی اسرار کشفوی او جهل او خرافات ترویجوی دا یی تر ټولو تباکوونکی وسله ده . د ISI جاسوسانو دجمهوریت دسقوط په ورځ د ارګ ټول معلومات، د مالیی وزارت او بانکونو کمپیوتری سیستم، د اوبو د اداری اسناد او پلانونه او د نظامی چارو اسرار په یوه ورځ کی انتقال کړل. اوس دفتر په دفتر او کور په کور معلومات لری، وطن بی څښتنه دی نظام او قانون نشتته د ای اس ای اداری همدا غوښتل. دا دیورند باندی کله کله ساختګی جنګونه چی یو دوه افغانان پکی مړه شی، هسی لوبه ده، پاکستانی طالب هسی لوبه ده د حقانی او هیبت الله اختلاف هسی لوبه ده د ملا شیرعباس وتل هسی لوبه ده دا مکتوب هم هسی د افغانانو د ذهن حلاجی ، افغانانو ته توهین او د دوی روحی ځورول دي. ای اس ای په افغانستان مسلط دی د وطن آزادی له دی هیولا د هر افغان فریضه ده.

  2. 90 فیصده ملایان ټول د آی اس آی جاسوسان دی دوی اوس پوهه شول. کورونه یی همدا اوس په سلام آباد کی دی. بله دا چی د مهاجرینو په راتګ سره به په زرګونو د آی اس آی او د داعش کسان افغانستان ته را داخل شی. طالبان چی د یوی تعلیمی او تحصیلی طرحی د جوړولو ظرفیت ور سره نشته نو د آی اس آی د جاسوسانو چی په مجهزو پیشرفته تکنالوژی سمبال دی د هغوی مخه به څنګه ونسی؟ پارسی کی یو متل وایی: بقه را مانده یخ مالک. ملا د عصر حکومتداری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب