(لومړۍ برخه)
د اقتصاد د پوهنځیو محصلانو یو لوی وټساپ ګروپ جوړ کړی، دا قلم یې هم ځان سره ملګری کړی دی. له دوی ټولو څخه مننه. دوی زیاتره وخت پوښتنې کوي او پوښتنې یې باید ځواب شي. یوه پوښتنه یې دا ده: موږ به د نړۍ قیمتي تکنالوژي او وسایل په کومو پیسو تر لاسه کړو چې اقتصاد مو ښه او کرنه او صعنت ورباندې عصري کړو؟
په دې خبره باندې یواځې محصلان نه، بلکې د اقتصاد هرفارغ، سکتوري ادارات او پلان او پالیسی جوړوونکي باید فکر وکړي او دا سوال معقول حل کړي. دا قلم به د دوی ځینې پوښتنې له ټولو هېوادوالو سره شریکې او بحث به ورباندې وشي.
ښُکلي آرمانونه لرل، د پرمختیا او ترقي فکر، د آبادی او له محتاجی خلاص باعزته ژوند جوړلو هیلې لرل ډېره ښه خبره ده. اسلام د عزت دین دی، ذلت او احتیاجګي نه خوښوي. دې آرمانو ته رسېدل پوهه، ارده، عقلمندي او زحمت ګالل غواړي. زموږ ځوانان د راډیو ګانو خبرونو، د ویدیوګانو له لیدلو او بهر کې میشت هیوادوالو څخه خبریږي چې نورو هېوادو کې تکنالوژي ښه پرمختللی او کرنه، صنعت او نور تولیدي او خدماتي ډګرونه اتوماتیزه، الکترونیزه او اوس لا په دیجیتل سیستم عیار شوي دي. چین په صنعت کې( dark factories) پړاوته ننوت، چې روبوتونه شپه- ورځ کارکوي او توره شپه کې دڅراغونو اړتیا هم ورته نشته. دې ټولو صنعتی لګښونه فوق العاده کم او تولید یې د حُجم او کیفیت له پلوه ډېر اوچت کړ. همدا تېره اونۍ اعلان وشو چې د چین د موټرو تولید امریکایی کمپنیو څخه مخکې شو.
که زموږ ځوانانو ته د افغانستان په شرایطو کې د دې ډول تکنالوژی هوس ورځي، دا ممکنه هم نه ده او ګټوره هم نه ده. موږ باید د تخییُل په ځای واقعیتونو ته وګورو:
پرمختللی تکنالوژي باندې لاسبری یو پروسس دی چې وخت ته اړتیا لري.افغانستان یو بېوزله هیواد دی، بشري نیرو د پوهې، تجربی، کاری کیفیت او تعلیم او مسلکي فهم له مخې ډېر وروسته پاتې حالت کې ده، بانکی سیستم نشته، دپانګې قلت سره مخامخ یاستو، د خلکو پس انداز ډېر ناچیزه او یا هم هیڅ نشته… او نور مشکلات. دا په داسې حال کې چې لاهم ډېر نفوس کلیو کې مېشت دی او لاهم کرنه دموجود(اقتصاد؟!) مسلط سکتور( backbone) دی. ترڅو اقتصاد له کلیو را جوړ نه کړو او د پانګې په پرتله انساني نیرو په کار وانه چوو، بله لار نه لرو. په معاصره تکنالوژي پوهه نشته، نو د پیچلی، پرمختللې، اتوماتزیزه او الکترونیزه تکنالوژۍ په عوض راته مناسبه تکنالوژي( appropriate technology) په کار ده. (مناسبه تکنالوژی) د تکنالوژی انتشار( Technology diffusion) کې یو علمي بحث دی.
په دې ډول حالت او شرایطو کی باید موږ په چارکښ(Labor intensive) قطب متمرکز شو، نظر پانګه کښ Capital intensive ته.
چارکښ د پانګه کښ بالمقابل اصطلاح ده. دلته صنعت او کرنه کې د پانګې په پرتله انسانی کار زيات وي، لاهم (دماشین څرخ) تر ډېره د (مټ) ځای نه نیسي. برعکس؛ پانګه کښ حالت کې کار او د کار تکنالوژي د بشري نيرو د عامل په پرتله د پانګې عامل ته زياته اړتيا لري.
چارکښ د توليد هغه طرز او روش دی چې د نورو عواملو لکه پانګې او تکنالوژي په پرتله له کار ځواک څخه پکې ډېره استفاده کېږي. کوچنى صنعتونه لاسي صنايع او کليوال تشبثات د دې ډول توليدي روش ښه مثالونه دي. افغانستان چې د پانګې له کمښت سره مخامخ دی، بویه چې د پانګه کښ په پرتله له چارکښ روش څخه کار واخلي تر هغو چې لازمي پرمختيا پورې ورسېږي. له بلې خوا کرنه کې لاهم د کمباین، اتومات لویو ترکتورونو، انکبتور… ترویج ته وخت شته، خو کرنیز پرکتس ښه کول، د غوره ورایتیو ترویج، د کرنیزو امراضو او آفاتو په وړاندې مبارزه، کرنیزمارکیټنګ ښه کول، د کرنیزومحصولاتو څه ناڅه پروسیس او زیرمتونونه جوړولو ته لومړیتوب ورکول ضرور دي. موږ په کرنه کې لا هغه پړاو ته نه یاستو رسیدلي چې فی تولیدی واحد کې اضافی( marginal) توقعات ولرو، بلکې موږ لا ډیر بکر ساحات لرو چی کرنه پراخه کړو، نه تشدیدی. نو منبسط(پراخیدونکی) زراعت او تشدیدی زراعت څه دي؟
Extensive cultivation منبسط (پراخیدونکی)یا وسيع کښت هغه دى چې په پراخو ځمکو کې د ډېرې لږ پانګې اونورو توليدي عواملو په لګولو کارونه پيل کېږي، نوې زمکې تر کر لاندې راځي، نوې بڼونه جوړیږی، شدیارې آبادیږی او د اوبو لګولو کانالونه اوویالې د نویو زمکو خواته کښل کیږي. ممکن تر یووخت به منبسط روش د تشديدي کښتintensive cultivation په پرتله کم حاصل ولري، خو ضرور ده چې منابع تر کار لاندې راولو. دې کې ډير مهارت، پیچلی او قیمتی تکنالوژی اوپرمختللو کرنيزو عملیو ته ضرورت نشته، بلکې په دغه ډول کرنه کې هڅه کېږي، د توليدي منبع ( ځمکې ) اندازه وسعت پيدا کړي او نوې کرنېزې ځمکې تر کرلو لاندې راوستل شي، يعنې پراخه ځمکو کې کرنه چې ممکن د هر واحد د توليد اندازه د تشدیدي (intensive agriculture ) په پرتله کم وي، حال دا چې په تشدي استعمال کې د ځمکې ټوټه يا اندازه نه پراخېږي، بلکې د سرې په استعمال د تکنالوژۍ په ښه کولو، د امراضو په مخنيوي،ګڼ کښت، تناوب او نورو طريقو د هر واحد حاصل لوړېږي، نو ځکه د منبسطې په پرتله په تشديدي کې د هر واحد د حاصل اندازه زياته وي. تشديدي يا Intensive agriculture کې مصرف زيات وي، نو حاصل زياتېږي، حال دا چې د افغانستان په شان يوه پرمختيايي هېواد د لوړ لګښت توان نه لري، خو ظرفیت او بکر منابع پکې شته. دلته پراخه دکرنې وړ ځمکې لا هم تر کرنې لاندې نه دي راغلي. دغه ډول هېوادونه بايد لومړى خپلې طبيعي منابع د فزيکي چوکاټ( physical framework) له پلوه وروستي حد ته ورسوي، بيادى وروسته اقتصادي چوکاټ باندې پيل وکړي. موږ لا اوس هم د کرنې په برخه کې د خپلو ځمکو او اوبو څخه پوره استفاده نه ده کړې، يعنې لاهم باید د منبسط استعمال په حالت کې اوسو. د نویوځمکو تر کر لاندې راوستل نه يوازې دا چې د منابعو استعمال ښه کوي، بلکې بيکاري له منځه وړي،دغذايي توکو توليد زياتېږي، او بهرني تجارت کې د وارداتو تعويض صورت نيسي( ډېر هېوادونه اوس د وارداتو تعويض ته اهميت نه ورکوي، خو دا د پرمختيايي هېواد لپاره يو مهم پرمختیايي هدف دى) د تشديدي او منبسط استعمال بحث زموږ لپاره يو مهم ضرورت دى، دا مسئله بايد مهمه وبلل شي. زموږ د کرنې ډیر منابع داشباع حالت څه چې اقلاً تر کار لاندې نه دي راغلي.
له بلې خوا په عصري میتودنو د عنعنوی میتودنو اړول،لازمه څېړنه غواړي. دبیلګې په توګه هغه کیمیاوی سرې چې له بهر څخه واردیږي، زموږ د خاورو له جوړښت سره توافق نه لري. د دې په ځای ډیران(عضوی سرهّ ګټوره ده ځکه چی د خاورې جوړښت اصلاح کوي. موږ نشو کولای سمدستی د وطنی چرګو په ځای زراعتی نسلونه رواج کړو دا ځکه چی چرګوړو ایستلو کې ستونزه پېښېږی او داسې نور ډېر مثالونه).
دزمکی ښه او غوره استعمال( high and best use of land) څخه بې خبره یاستو. دلته لویه او تباکوونکې ستونزه داده چې د زمکو نهه ډوله استعمال ته پام نه کوو. د زمکې یو استعمال بل کې تداخل موندلی دی. زراعتی زمکې ورځ تر بلې له لاسه ورکوو، خدماتی، تجاری، رهایشی، ترانسپورتی او صنعتی استعمالونه په زراعتي استعمال غلبه مومي، حال دا چې دا هر استعمال خپله ځانکړې زمکه غواړي. موږ ونشو کولای هغه زمکی چې رهایشی، تجاری، خدماتي، ترانسپورتی او صنعتی استعمال ته مساعدې دي، وکاروو، خو زراعتی ساحات مو یا محدود یا له منځه یووړل، دا په خپله د چاپیریال لپاره زهر او د اقلیمی منفی بدلون عامل دی. له دې سره یوځای زموږ ډېره قیمتی شتنمنی یعنی د اوبو منابع نشو مدیریت کولای.
کلونه وړاندې ډیرو اوسنیو صنعتی هیوادو له کلي او کلیوالي تشبثاتو پیل وکړ، سینګاپور( او وسپنیز د کار اتل لی کوان یوLee Kuan Yew) در یاد کړئ. یا د اوسنۍ صنعتی جنوبي کوریا د څو کاله مخکی حالت در یاد کړئ. د جنوبی کوریا او سینګاپور اقتصادی رغاونه تر ټولو غوره لوست دی.
همدا اوس هم د المان په شان یو پرمختللی-صنعتی اقتصاد کې لاسي صنایع لا هم رول لري. چین کې چې (د دنیا فابریکه) یې بولي، څو سوه څانګو کې لاسی صنایع او کارځایونه فعال دي. موږ کلیوالی تشبثات(چرګی، د شاتو مچیو، دوریښمو چنیجیو، کبان روزل، ګنډل او اوبدل، کُلالی…) هېر کړي دي، تاپی ته په تمه یاستو.
له بلې خوا موږ د خدماتو( services) د عرضې او د اجناسو( goods) د تولید ترمنځ توازن ونشو ساتلای، ډیر متشبثین یواځې په خدماتو بوخت دي، حال دا چی د خامو توکو د شتوالی سره سره تولید ته پام نشته. زیاتره وزګارخلک مو له عمده فروشی استهلاکی اجناس پیری او د سړکونو ترغاړې یې په یوڅه (ګټه) کولو پلوري. دې بوختتیا ته (فریبنده تشبثات) یا غولوونکی کاروبارونه ویل کیږي، چې په اقتصاد یوه افغانۍ او یوه ټنګه هم نه وراضافه کوي.
موږ تجارتی پانګه په صنعتی پانګه بدله نه کړه. دا یوه تېروتنه ده.
اقتصاد مو مطلق ډالري بڼه خپله کړې ده، لاهم غیررسمی، تور او جرمی اقتصاد ترسترګو کیږي. بله ستونزه د بهرنی بیلانس نشتوالی دی.
External balanceبهرنى توازن هغه دی چې په يوه اقتصاد کې د بهرنيو ورکړو انډول برابر وي، د ورکړو بېلانس يا د متوازنو پرداختونو (balance payment ) وضعيت دغه هدف ترلاسه کوي. په دغه وضعيت کې د وتونکو پيسو او راتلونکو پيسو جريان يو برابر وي، په بله وينا د خروجي او د خولي پيسو د جريان برابروالى. د سیاحتونو او حجونو سفرونه، دمهاجر کیدونکو له خوا قاچاقبرو ته پېسې ورکول، د ګاونډیو هیوادو د ویزی لپاره ډیرې زیاتی پیسې ورکول، د مجاز او غیرمجاز وارداتی اجناسو عدم تفکیک او د اسعارو قاچاق هغه موارد دی چی بهرنی بیلانس یې له منځه وړی او بهرنی کسر یی رامنځته کړی دی. ستونزه دا ده چې په دې ټکیو څوک فکر هم نه کوي، خو هریو د (اقتصاد محوره) خبره کوي، کوم اقتصاد محوره؟
External deficit بهرنى کسر دا دی چې يو هېواد بهرنيو ورکړو کې له ماتې يا کمښت سره مخامخ وي . دا يو ناوړه اقتصادي وضعيت دى. کله چې ورکړې د بېلانس حالت ته ورسېږي، دا وضعيت اصلاح کېږي. يو پرمختايي هېواد کولاى شي ځان مثبت بېلانس ته هم ورسوي.
تخصص واکی(adhocracy)باندی سترګې پټول نه یواځې اقتصادسره جفا بلکې د دولتداری سیستم او نظام سره دښمني او عامه اداره په یوه شیطانی نظام بدلول دي. د تخصص او مسلک بی ارزښته کول د نوي نسل په راتلونکې یو بل لاسي ګوزار دی.
دهیواد طبیعی زیرمی او خام توکي په نیمه بیه پلورل نه یواځې د نن ورځې نقص(زیان) دی، بلکې راتلونکی کې نه جبران کیدونکې خساره ده.
اداره/مدیریت ؛ خصوصاً تولیدی تصدیوکې دتشکيلاتو، تکنالوژۍ ، انرژيکي موادو او نورو کې تدریجی اصلاحات راوستل او په پايله کې د ګټې زياتول او د لګښت کمول يا هم د خامو توکيو ارزانه ترلاسه کول يا د مديريت ښه کول او داسې نور تر سترګو شي،چې د تصدۍ، اقتصادي فعاليت ځاى او پروژې دننه صرفه جويي رامنځته کېږي.
متاسفانه د افغانستان بشري ځواک په نړۍ کې ترټولو بی کیفیته ځواک دی. په همدې خاطر زیاتره هیوادونه نه غواړي په داسې یو ځای کی چې کفایت، اهلیت او مهارت نه وي، پانګونه وکړي. موږ باید د کار بازار Labor market ته وړ ځواک وړاندې کړو، دا د حرفوي او مسلکی انستیتیوتونو په فعالولو کیدای شي.
Labor marketد کار بازارکې استخدام کېدونکي چمتو کار ځواک ته وایی، چې موږ یی نه لرو. مهارت لرونکی کار ځواک چې کارته چمتو او ډېرژر په کاراستخدامېداى شي، د اقتصاد د رونق یو مهم شرط دی. د دې ټولو د همغږی او ترلاسه کول لپاره پلان جوړولو planning ته اړ یاستو.
بشپړ امنیت Full security چې دوه برخې لري، فزیکی او احساسی. په تېره بیا احساسی امنیت (مشروعیت، قوانین، لوایح، بیمه، برنامه او سالمه اداره legitimacy & legislative order…) د اقتصاد لپاره د تنفس فضا او د ملی او بهرنۍ پانګونې زمینه جوړوي.
پورته څو ټکي هغه څه وو چې موږ ورته تدبیر نه لرو. اصلاً مو بحث ورباندې نه دی کړی. موږ ته د یو څو فکری میراثونو(لکه د اوبو مدیریت، ترانزیت، له انزوا وتل، د قوشتیپې، کاسازر او تاپی پروژې) علمی کول ضرور دی، خوکافی نه دي، خو دهغو بشپړولو او نورو نوښتونو او طرحو ته څه نه لرو. دا حالت یو دوه بُعدی(مادی او فکری) بیوزلی ده. د درنو محصلانو، د اقتصادي موسساتو، سکتوري ادارو او ټولو هیوادوالو پام څو پورتنیو لومړیتوبونو ته را اړوو. دا څو موضوعات ځکه لست او ذکر شول چې: یواځې د اوبو مدیریت، تاپي، قوشتیپه او یو څو نور مسایل چې ډېر تبلیغ کیږي، کافي او د اقتصاد دښه کیدو یواځیني عوامل نه دي، د دې ترڅنګ ډېر نورمسایل شته چې باید ورباندې بحث وشي، ممکن ځینې یې ساده او واړه وګڼل شي، خو اهمیت یې زیات دی.د لویو ملی طویل المدته پروژو ترڅنګ دغه ډول اقدامات مخه کې لرو چې وار په وار به ورباندې بحث وشي. (دوام لري)
نو؛ مه یې هیروئ او بیا یې تکرار کړئ:
appropriate technology
Labor intensive
capital intensive
high and best use of land
Intensive agriculture
extensive agriculture
services & goods
External balance
External deficit
Adhocracy
legitimacy & legislative
planning
Labor market
Security کلیوالی تشبثات، احساسي امنیت، صنعتی پانکه/ تجارتی پانګه، بیمه او نور مالی موسسات….
اوس همدومره.
درناوی.