جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ایران سفیر د خپل هیواد په اقتصادي پراختیا کې د افغانانو...

د ایران سفیر د خپل هیواد په اقتصادي پراختیا کې د افغانانو رول حیاتي وباله

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۹ مه) په کابل کې د ایران د دیپلوماتیک ماموریت سرپرست علیرضا بیګدلي، ویلي چې په ایران کې مېشت افغان مهاجر د ایران په اقتصادي پراختیا کې حیاتي رول لوبوي.

بیګدلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پروژو د تعقیب لپاره هرات ته تللی و، د ایران او افغانستان کلتوري او اقتصادي اړیکې “یوه څپاند سیند” ته ورته وباله. د هغه په وینا، د دې بهیر د دوام لپاره باید موجودې ستونزې په جدي او دوامداره ډول له مخې لرې شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا زیاتېدا پر اړتیا ټینګار وکړ.

بیګدلي زیاته کړه:«دا همکارۍ د ګډ تاریخ او فرهنګ پر بنسټ جوړې شوې دي او له زرګونو کلونو راهیسې دوام لري. اوس د دواړو هېوادونو د چارواکو او دیپلوماتانو دنده ده چې دا میراث وساتي او لا پراخ کړي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، ایران د شاوخوا څلور میلیونه افغان مهاجرو په کوربه‌توب، د نړۍ له سترو مهاجرپالونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

خو د ایران مهاجرتي پالیسي په وروستیو کلونو کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوې دي.

 په وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال سکندر مومني ویلي و چې د افغان مهاجرو د بېرته ستنولو موضوع د ایران د حکومت د مهمو پروګرامونو په سر کې ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب