جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهلوموند: لوېدیځ په تدریج د طالبانو په وړاندې خپل دریځ نرموي

لوموند: لوېدیځ په تدریج د طالبانو په وړاندې خپل دریځ نرموي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۸ مه) “د فرانسې لوموند” ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې، که څه هم لوېدیځو هېوادونو ً د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ لرلی دی، خو اوس داسې ښکاري چې دا هېوادونه په تدریجي ډول له کابل حکومت سره د اړیکو د جوړولو هڅه کوي.

دا بدلون، په ځانګړي ډول د اروپايي او سکاندیناوي چارواکو او طالب استازو ترمنځ له دیپلوماتیکو لیدنو وروسته، په څرګند ډول محسوس شوی دی.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړي ډول امریکا، له طالبانو سره د تعامل لپاره لاره لټوي.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څو ځله ویلي چې دوی د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د جوړولو هیله لري.

“لوموند” زیاته کړې چې د امریکا له خوا د طالبانو پر درېیو لوړپوړو چارواکو د بندیزونو لېرې کېدا، د دیپلوماتیکو اړیکو د ښه کېدو په لور یو مثبت ګام ګڼل شوی دی.

د راپور له مخې، لوېدیځ هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو په اړه خپل دریځ بدلوي او له اوسني افغان حکومت سره د تعامل لپاره نوي لارې ارزوي، که څه هم په دې لاره کې لا هم ډېرې ننګونې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب