Homeخبرونهڅلور چینایان د کابل په هوايي ډګر کې د سروزرو د قاچاق...

څلور چینایان د کابل په هوايي ډګر کې د سروزرو د قاچاق په تور ونیول شول

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۸ مه) څلور چینايي اتباع د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ۶۷۸ ګرامه اومو سرو زرو د قاچاق د هڅې په تور نیول شوي دي.

د سرحدي پولیسو ویاند، عبدالله فاروقي رسنیو ته وویل چې دغه مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له خوا هغه مهال ونیول شول، کله چې یې غوښتل دا سره زر له کابل څخه چین ته ولېږدوي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته د چینایانو پام زیات شوی. ګڼ شمېر چینایان افغانستان ته د سیلانیانو او همداراز کاروبار لپاره سفر کوي.

یو شمېر چیني وګړي د افغانستان د کانونو په استخراج کې بوخت دي خو دا لومړی ځل دی چې څو تنه چینايي وګړي له افغانستان څخه د قاچاق په تور نیول کېږي.

طالب چارواکو د کشف شویو سرو زرو د ارزښت په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...