تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د امریکا د اریزونا ایالتي پوهنتون څېړونکو موندلې چې انسانان ډېری وخت د خپلو سپیو احساسات سم نه درک کوي او ممکن د هغوی په احساساتو کې تېروتنه وکړي.
د دې څېړنې پایلې ښیي چې انسانان، د خپلو باورونو خلاف، لا هم د خپلو نژدې حیواني ملګرو، یعنې سپیو، پر احساساتو سم نه پوهېږي.
ډېری خلک چې له سپیو سره ژوند کوي یا د هغوی چلند له نژدې ګوري، سپي د کورنۍ غړي یا حتی د خپل ماشوم په توګه ګڼي. په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې ویډیوګانې شته چې خلک هڅه کوي په سپیو کې انساني ځانګړتیاوې ومومي، لکه موسکا کول، خوابدي کېدل، وېرېدل او حتی خبرې کول.
څېړونکو د سپیو په بېلابېلو حالتونو کې ویډیوګانې ثبت کړې، لکه د برقي جارو له غږ څخه وېره یا د خوښې وړ لوبتکې د ترلاسه کولو پر مهال خوشالي. وروسته یې دا ویډیوګانې داسې ترتیب کړې چې سپي په ناسم حالت کې ښکاره شي، مثلاً د برقي جارو له ویډیو سره یې د خوشاله سپي ویډیو یوځای کړه. په پایله کې، انسانانو د سپیو احساسات په ناسم ډول تفسیر کړل، یعنې دوی د سپي د حالت پر ځای شالید او چاپېریال ته ډېر پام کاوه.
هولي مولینارو، چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې، وایي چې موږ باید ومنو چې په خپلو سپیو احساسات نه شو پېژندلی او ومنو چې زموږ مخکیني درکونه ممکن ناسم وي. د دې حقیقت منل به زموږ د وفادارو ملګرو د احساساتو په پوهېدو کې لومړی ګام وي.