تاند (سې شنبې، د وري/ حمل ۱۲ مه) چینايي جیالوجیستانو (ځمکپوهانو) اعلان کړی چې د خپل هېواد په شمال ختیځ کې یې د ۱۰۰۰ ټنه سرو زرو یوه ستره زیرمه کشف کړې ده.
کارپوهان وايي، که دا کشف تأیید او نهايي شي، نو دا به د نړۍ د سرو زرو د زیرمو ریکارډ وي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، نوې زیرمه په لیائونینګ ولایت کې موندل شوې او د چین حکومت د پرمختللو کانکېندنې تکنالوژیو د کارولو د نوې هڅې یوه برخه ګڼل کېږي.
څېړونکي ټینګار کوي چې د کانونو د کشف په برخه کې د چین پرمختګ، چې درېبعدي څارنه، د ډبرو ترکیبي تحلیل او دقیقه برمهکاري پکې شامل دي، د دې سترې زیرمې په موندلو کې مهم رول لوبولی.
تر دې وړاندې تېر کال چینايي جیالوجیستانو د ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت سره زر موندلي وو.
چین دا مهال په نړۍ کې د سرو زرو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی او په ۲۰۲۴ کال کې یې نژدې ۳۸۰ ټنه سره زر استخراج کړي وو. خو د تأیید شوو زیرمو له مخې، لا هم چین له جنوبي افریقا او اسټرالیا وروسته درېیم ځای لري.
سرو زرو، پر دې سربېره چې د هېوادونو د مالي ملاتړ یا پښتوانې په توګه کارېږي، د نړیوالو اقتصادي بدلونونو پر مهال ارزښت لري، او همداراز د بیټرۍ، برېښنايي تجهیزاتو او حتی د فضايي صنعت په تولیداتو کې مهم رول لري.
د دې دوو نوو زیرمو کشف له چین سره مرسته کولی شي چې خپل تولید ته دوام ورکړي او د راتلونکو کلونو د احتمالي کمښت مخه ونیسي.
د راپورونو له مخې، د لیائونینګ د سرو زرو کان ۳ کیلومتره اوږدوالي او ۲.۵ کیلومتره پلنوالي لري.
دا کشف یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشو چې په هونان ولایت کې د ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د سرو زرو زیرمه هم وپېژندل شوه. د هونان د ځمکپېژندنې اداره وايي، چې د وانګو د سرو زرو په کان کې ۴۰ معدني رګونه کشف شوي، چې په شاوخوا ۱.۵ کیلومتره ژوروالي کې نژدې ۳۰۰ ټنه سره زر لري، او دا احتمال شته چې په لا ژورو برخو کې یې نورې زیرمې هم موجودې وي.
په مجموع کې، اټکل کېږي چې په دې سیمه کې تر ۱۰۰۰ ټنه زیات سره زر (چې ارزښت یې تر ۶۰۰ میلیارد یوانو یا ۸۳ میلیارد امریکايي ډالرو څخه زیات دی) موجود دي.
سره له دې خوشبینانه راپورونو، ځینې کارپوهان، په ځانګړي ډول د د سرو زرو د نړیوالې شورا متخصصان، د دې اټکلونو دقت او د نویو زیرمو د کیفیت په اړه شک لري.
هغوی د دې شمېرو د تأیید لپاره د خپلواکو ارزونو او اضافي برمهکارۍ غوښتنه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې د دې زیرمو راایستل ښايي څو کاله وخت ونیسي.
خو د هونان د ځمکپېژندنې انستیتیوت دا کشف «د هېواد د سرچینو د امنیت د تأمین په برخه کې یو مهم ګام» بللی دی.