تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د مصنوعي ذکاوت شرکت «اوپناېآی» وایي چې د نوې پانګونې په راټولولو کې یې ۴۰ میلیارده ډالر ترلاسه کړي، چې د «چټجيپيټي» جوړوونکي شرکت ارزښت یې ۳۰۰ میلیارد ډالرو ته رسولی دی.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، دا تر اوسه د یوه سټارټاپ (نوې کمپنۍ) لپاره تر ټولو ستره پانګونه بلل کېږي.
«اوپناېآی»، چې مرکزي دفتر یې د امریکا د سانفرانسسکو په ښار کې دی، د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د خپلې ویبپاڼې له لارې اعلان وکړ، چې جاپاني شرکت «سافټبانک ګروپ» دا پانګونه کړې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنو حدونه لا پراخ کړي.
د دې شرکت په وینا، «دوی زموږ ملاتړ کوي، تچې موږ د هغو مصنوعي ذکاوت سیسټمونو جوړولو ته دوام ورکړو، چې علمي اکتشافات رهبري کړي، شخصي زدهکړې ته وده ورکړي، د انسان تخلیقي ځواک پیاوړی کړي، او د AGI (عمومي مصنوعي ځیرکتیا) پر لور لاره هواره کړي چې دا به د ټول بشریت لپاره ګټه ولري.»
AGI هغه محاسباتي پلاتفورم ته اشاره لري، چې د انسان په اندازه ذکاوت لري.
د جاپاني «سافټبانک» ګروپ هم ویلي چې دوی د ASI (مصنوعي زبر ځیرکتیا) د تحقق لپاره ماموریت لري، چې د انسان له ذکاوت څخه بره وي، او «اوپناېآی» یې تر ټولو نژدې شریک دی.
دوی د نوې پانګونې د دلیل په اړه زیاته کړې:
«د اوپناېآی د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو پرمختګ، د “مصنوعي زبر ځیرکتیا” او “عمومي مصنوعي ذکاوت” د ترلاسه کولو، او د سترې محاسبوي قوې لپاره مهم او ضروري دی.»
سافټبانک لومړی ۱۰ میلیارد ډالر اوپناېآی ته ورکوي، او ۳۰ میلیارده نور به د روان کال تر پایه، د شرایطو پر اساس، دې شرکت ته ورکړي.
اوپناېآی وایي چې غواړي خپلې زیربناوې پراخې کړي، او «د هغو ۵۰۰ میلیون کاروونکو لپاره قوي وسایل برابر کړي چې هره اوونۍ له چټجيپيټي څخه کار اخلي.»
اوسمهال، دا شرکت د خپلو نوو تصویري تولیدي فیچرونو (چې د جاپاني «جیبلي سټوډیو» په بڼه دي) د بریا پر بنسټ مخکې روان دی.
د دې نوي پانګونې اعلان په هغه ورځ وشو، چې «اوپناېآی» اعلان وکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا یو خلاص او شفاف ماډل جوړوي، ځکه دا شرکت د چینایي «دیپسیک» مصنوعي ځیرکتیا او د «میټا» شرکت له زیاتېدونکي رقابت سره مخامخ دی.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې،
«دا ګام د چټجيپيټي د جوړوونکي شرکت د ستراتیژۍ د بدلون ښکارندویي کوي چې تر دې مخکې د تړلو او اختصاصي ماډلونو کلک ملاتړی و.»
د دې تړلو ماډلونو له امله، پراختیا ورکوونکي نه شي کولی، چې د مصنوعي ذهانت اساسي ټکنالوژي تعدیل کړي، چې دا د دوی له هدفونو سره لا وتړل شي.
اوپناېآی، او د تړلو ماډلونو پلویان، چې «ګوګل» هم پکې شامل دی، اکثراً د پانستې سرچینې (اوپن سورس) ماډلونه د ناوړه استفادې، د زیان رسوونکو ډلو، یا غیر امریکایي حکومتونو لپاره “زيات خطرناک” او “زیات زیانګالي” بولي.