جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهروبیو د ټولو امریکایانو د خلاصون غوښتنه کوي، خو د حبیبي درک...

روبیو د ټولو امریکایانو د خلاصون غوښتنه کوي، خو د حبیبي درک معلوم نه دی

تاند (سې شنبې، د وري/ حمل ۱۲ مه) د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د یوې امریکايي ښځې، في دای هال د خوشي کېدو هرکلی وکړ خو په عین حال کې یې وویل، تر څو چې ټول امریکايي اتباع خوشي شوي نه وي، له ارام به کښېنني.

څرګنده نه ده چې په افغانستان کې له محمودشاه حبیبي پرته، چې یو افغان الاصله امریکايي دی، بل امریکايي تبعه هم بندي دی او که نه دی.

روبیو، په یوه پیغام کې وویل: «متحد ایالتونه خوشاله دي چې مېرمن في هال، بېرته خپل کور ته ستنېږي.»

روبیو له هغو نړیوالو شریکانو مننه وکړه چې د اغلې هال په خوشې کولو کې یې مرسته کړې، په تېره بیا د قطر او اروپایي اتحادیې.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر ویلي، تر هغو به دوی ارام (کښې نه ني) چې په نړۍ کې یې ټول یرغمل شوي امریکایان خپلو کورونو ته ګرځولي نه وي.

اغلې فې هال د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو له بنده خوشي شوه خو یو افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي لا هم یرغمل دی.

طالبانو مخکې د حبیبي د برخلیک په اړه بې خبري څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې نوموړی له دوی سره بندي نه دی خو په ځینو ناتایید شویو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو محمود شاه حبیبي القاعده شبکې ته سپارلی دی.

د محمودشاه حبیبي ورور له ولسمشر ټرمپ او نورو امریکایانو غوښتي چې د ده د ورور د خوشي کېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...