Homeخبرونهد روسیې لوی څارنوال د خپل هیواد له سترې محکمې وغوښټل چې...

د روسیې لوی څارنوال د خپل هیواد له سترې محکمې وغوښټل چې طالبان له تور لیسته وباسي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي.

د مسکو د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو غوښتنلیک سپارلی و، چې له مخې یې طالبان باید د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه و ایستل شي.

طالبان له ٢٠٠٣ کال راهیسې په روسیه کی د منع شویو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې دي.

طالبان یوه سیاسي او اسلامي وسله واله ډله ده، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه، او وروسته واک ته ورسېده.

د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ اپتلاف د طالبانو حکومت وپرزاوه خو کله چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکا له افغانستانه ووتله طالبان بیا واک ته ورسیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...