Homeخبرونهسویس یو ځل بیا په کابل کې د پراختیا او همکارۍ اداره...

سویس یو ځل بیا په کابل کې د پراختیا او همکارۍ اداره پرانیسته

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) د سویس د بشري مرستو د واحد (SHA) یوه ټیم په کابل ښار کې د سویس بشري دفتر پرانیستی دی. دا سیمه‌ییز حضور به د اړو افغانانو لپاره د هدفمنې مرستې اسانتیاوې برابرې کړي.

یاد بشري دفتر د سویس د همکارۍ د پخواني دفتر په ودانۍ کې فعالیت کوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تړل شوی و.

په افغانستان کې بشري بحران د نړۍ له سختو بحرانونو څخه شمېرل کېږي. د طالبانو له واک ته رسېدو له څلورو کلونو ډېر وخت تېر شوی، خو لا هم د افغانستان د وګړو نیمایي برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې لپاره چې سیمه‌ییزې مرستې اغېزناکې وي، اړینه ده چې د وضعیت دقیق درک ولرو او له سیمه‌ییزو همکارو بنسټونو سره نژدې کار وکړو.

له همدې امله، د SDC ادارې د مارچ میاشتې په نیمایي کې یو بشري دفتر پرانیست. دا مهال، د SHA  څلور کارپوهان او لس تنه سیمه‌ییز کارکوونکي د همکارۍ د پخواني دفتر په ودانۍ کې کار کوي. دا سیمه‌ییز حضور د دې زمینه برابروي چې د SDC پروګرامونه د وضعیت له مخې تنظیم کړي او له سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارو بنسټونو سره یې مدیریت اغېزمن کړي. دا هڅې به د افغانانو لپاره مستقیمې او ګټورې مرستې رامنځته کړي.

د سویس د مرستو لومړیتوبونه

د سویس د مرستو تمرکز په بشري مرستو، د افغان مدني ټولنې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په ملاتړ، او د کلیوالي سیمو د خوړو په خوندیتوب باندې دی. د SDC اداره خپلې پروژې د نړیوالو او سیمه‌ییزو نادولتي بنسټونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC)، د ملګرو ملتونو ادارو، او نړیوال بانک سره په همغږۍ عملي کوي. د دې پروګرامونو لپاره کلنی بودیجه، چې عملیاتي او د کارکوونکو لګښتونه هم پکې شامل دي، ۲۵ میلیونه سویسي فرانکه ده.

په څلورو هېوادونو کې بشري دفترونه

د SDC اداره په هغو هېوادونو کې بشري دفترونه لري، چې اوږدمهاله او سخت بشري بحرانونه لري. د SHA کارکوونکي د دې دفترونو له لارې د بشري پروګرامونو ملاتړ او عملي کولو ته دوام ورکوي. د کابل تر څنګ، د SDC ادارې بشري دفترونه په لاندې هېوادونو کې هم فعالیت کوي:

  • د مرکزي افریقا جمهوریت (بنګي)
  • هایټي (پورټ‌او‌پرنس)
  • سوریه (دمشق)

د SDC اداره د ۲۰۲۵-۲۸ کلونو د نړیوالې همکارۍ د ستراتیژۍ له مخې، په هغو هېوادونو کې د همکارۍ دفترونه لري، چې د سویس لپاره د پراختیایي همکاریو لومړیتوب لري. د دې دفترونو د کار تمرکز پر اوږدمهاله پراختیایي پروګرامونو دی، چې د سویس د پراختیايي همکارۍ اداره یې همږغي په غاړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...