تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۴ مه) د پاکستان د پوځ ویاند نن (جمعه) وویل چې د هېواد په جنوب لوېدیځو غرونو کې د یوه ریلګاډي د تښتونې په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې دوی د بیلابیلو امنیتي ادارو ۱۰۰ غړي وژلي دي.
د پاکستان د پوځ ویندوی یو وار بیل پر ګاونډیو هېوادونو هند او افغانستان تور پورې کړ چې د دې برید ملاتړ یې کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پوځ ویاند بریدجنرال احمد شریف چودري په اسلاماباد کې یوې خبري ناستې ته وویل: «موږ شواهد لرو چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ټولې اړیکې افغانستان ته رسېږي.»
هغه زیاته کړه چې هند د یاغیانو اصلي ملاتړ کوونکی دی.
اسلاماباد له اوږدې مودې راهیسې پر نوي ډیلي او کابل تور پورې کوي چې د پاکستان د دولت وسله والو مخالفانو ته پیسې، سرچینې، وسلې او د روزنې ځایونه برابروي ترڅو په بلوچستان کې بېثباتي رامنځته کړي. دا سیمه له افغانستان او ایران سره پوله لري.
دواړو هېوادونو دا تورونه رد کړي، ویلې یې دي چې یاغیتوب د اسلاماباد داخلي ستونزه ده.
پاکستان تر دې پخوا ایران هم د بلوڅو وسله والو په ملاتړ تورن کړی دی.
چودري وویل چې د وروستي شمېر له مخې، په دې پېښه کې ۱۸ سرتېري، درې د ریلګاډي کارکوونکي او پنځه ملکي مسافر چې د یاغیانو له خوا تر ۲۴ ساعتونو زیات یرغمل وو، وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال پنځه نور سرتېري هم وژل شوي او ۳۳ یاغیان له منځه وړل شوي دي. ټولټال ۳۵۴ یرغمل شوي کسان ژغورل شوي دي.
یاغیانو ویلي چې لا هم یرغمل لري، خو چودري وویل چې داسې شواهد نشته چې دا خبره تایید کړي او پوځ ویلي چې محاصره پای ته رسېدلې ده.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) د څو بېلتونپالو بلوڅ په منځ کې تر ټولو لویه او ځواکمنه ډله ده چې له څو لسیزو راهیسې د خپلې سیمې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. په دې سیمه کې د چین له لوري لویې پروژې لکه د ګوادر بندر، هوايي ډګر او د سرو زرو او مسو د کانونو د استخراج چارې روانې دي.
د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې وروسته له هغې چې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په پاکستان کې پر جعفر ریلګاډي برید وکړ، وویل چې طالبان له دې بېلتونپالې ډلې سره هېڅ اړیکه نه لري.
دغه وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا «بېاساسه» وبلله او رد یې کړه چې ګواکي طالبان د دې برید له عاملانو سره تړاو لري او یا بریدکوونکو په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره د مخابرې له لارې تماس درلود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د کب ۲۳مه، د بلوچستان په جعفر ایکسپرس ریلګاډي د برید او د مسافرو د یرغمل نیولو په درېیمه ورځ، وویل: «موږ د پاکستان د پوځ د ویاند بېاساسه ادعا، چې اسلامي امارت د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریلګاډي د برید ملاتړ کړی، په کلکه ردوو.»
طالبانو له پاکستانه وغوښتل چې د «غیرمسوولانه» څرګندونو پر ځای، د خپلو امنیتي او داخلي ستونزو پر حل تمرکز وکړي.