جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ولې یو بل تحول ته اړیو؟ | یونس تنویر

ولې یو بل تحول ته اړیو؟ | یونس تنویر

په افغانستان کې سیاسي تحولات نه اخیرني دي او نه هم لومړني. په دغه ځمکه دومره ډېر تحولات را غلل، چې اوس په هر تحول کې یو بل تحول وینو، ځکه چې تحولات د مثبتو پر ځای پر منفي ولاړ پاتې شي او دې ته زمینه سازي برابره شي، چې یو بل تحول دې راشي. خو یو بل تحول څه ډول او د چا له لوري؟

مګر په دې څو لسیزو کې هیڅ داسې تحول را نه غلو، چې موږ دې فکر وکړو، چې دغه تحول  د ولس، خاورې او اسلام لپاره تر ټولو بهترین تحول دی. په افغانستان کې د هر تحول سرچینه ایډیالوژي وي، نو ځکه زموږ تحولات په انقلابونو اوښتي دي، کنه په نوره نړۍ کې تحول یو عارضي شی دی، چې د هیچا په ژوند اثر نه پرې باسي، خو په افغانستان کې تحول ضروري ده، چې مړي دې ورته وشي او یو ډول جنګي انقلاب وي او ولس سخت پکې خوار او تاواني شي.

خو اړینه خبره دا ده، چې زموږ په ملک کې ایډیالوژیکو تحولاتو نه هیواد د ابادۍ او پر ځان د بسیاینې په لور مخکې کړو او نه هم ولس بریا او سرفرازۍ ته ورسیده. خو اصلي مسله دا  ده، چې تحول منشا په ایډیالوژۍ باندې ولاړه نه ده، بلکې تحول په حکومتدارۍ کې  په سیستم رامنځته کیږي، تر څو د حکومت چارې په یوه سیستم کې وانه چولی شي، تر هغو به موږ ددغو بدبختیو شاهد و.

یانې که چیرې حکومتي چارو ته یو سیستم رامنځته نه شي او داسې سیستم چې په دولت داري کې هر څوک خپل ځان ولیدلای شي او بیا که تحولات راځي، نو په ولس او نظام به کوم منفي تاثرات نه کوي، یوازې به حلقې پکې حلقه بګوشې کیږي، نور به خیر خیریت وي.

زموږ د تحولاتو بانیانو د هر تحول لپاره ‌ډېره ښه تیوري جوړه وي، مګر د تیورۍ په تطبیق کې د سیستم پر ځای پر ایډیالوژۍ کار وکړي او په دې وجه سیستم رامنځته نه شي او یوه چاپړوسانه ایډيالوژي په خلکو کې د خپلې ګټې په بنیاد خوره شي او په دې وجه چاپړو سانه ایډیالوژي خو حکومتولي نه شي ساتلی، نو هم هغه وي، چې په دولتونو خاورې واړوي او نور او پردي تحولات راباندې راشي. یانې په دې خاوره لا تر اوسه خپل تحول نه دی رامنځته شوی او دا ډېره یقیني خبره ده، چې موږ ته پردي تحول هم را وړي او حکومتولي هم را ته جوړوي.

د خلکو او ایډیالوژۍ ترمنځ ټکر خامخا رامنځته کیږي او هیڅ داسې مسله نه شه چې هغه دې له دې ماورا وي، ځکه خلکو افکار د خپلو فطري محیطو تابع وي، چې کله د ایډیا او خلکو ترمنځ دا مسله رامنځته شي، نو په اضطراب کې ښکیل شي او بیا خلک په نظریاتي ډول وویشل شي.

اشرف غني په لومړیو کې د یوه سیستم د تحول مسله را دمخکې کړې وه، خو میرمن او یو څو غربي تالاڅټو یې دغه تحول ته ډېر زر د سیکلرۍ ایډیالوژي ور دننه کړه او هیواد یې په ملا مات کړ.

امارت د جهاد په دور او د سولې په خبرو کې په عدالت او برابرۍ لپاره  د یوه قوي سیستم خبره کوله، مګر اوسمهال یې په حکومتولۍ کې نه برابري شته او نه هم عدالت، یوازې ایډیالوژیکه سناریو ده او بس.

که چیرې امارت حکومتي سیستم رامنځته نه کړي او عدالت او برابري تامین نه کړي او یو پراخ بنسټه دولتداري رامنځته نه کړي، نو نه یوازې به یوې بلې جګړې ته به ولاړ شو، بلکې هیواد به مو د تجزیې لامل هم شي.

اوس نو ضروري دا ده، چې سیستم باید ولس رامنځته کړي او ولسونه راپورته شي او خپلې غوښتنې د امارت شره شریکې کړي که چیریې امارت یې مني او یو پراخ بنسټه دولت رامنځته کولای شي او برابري، د ښځو د کار او تعلیم مسله حلولی شي، کار اهل کار ته سپارلی شي، ولس خپل ځان په دولتدارۍ کې لیدلای شي او یو داسې سیستم رامنځته کولای شي، نو یو مثبت تحول به امارت رامنځته کړی وي او که چیرې یې نه شي کولای نو د امارت اوښتنه به یو بل انقلاب او د هیواد تجزیه وي، چې نه هم اوسني حالات د مننې وړ دي او نه هم راتلونکي حالات او که چیرې ولس مداخله ونه کړي، نو ډېرې بدې پایلې به رامنځته شي. اړینه دا ده، چې ولس مداخله وکړي.

2 COMMENTS

  1. السلام علکم. تاسو دا نتیجه اخیتسی چی ولسونه باید راپورته شی. ایانه ګوری چی پرته له بامیان چې خلک یی شعوری او متفق دی نورو ولایتوونو کی یورنګه دخلکو سرونه غوڅوی ولسونه څنګه راپورته شی اتفاق بپکی نشته هره ورځ له کندهار، هلمند او پکتیا تر ننګرهار ځوانان وژل کیږی. پرته له بامیان چی مهدی یو قوی تنظیم (حزب) جوړی کړی او ایران یی حمیایه کوی او طالبان یی ویرولی او له طالبانو جزیه او امتیازات اخلی نور ټول افغانستان اور کی سوځي

  2. تنوير صیب ډېر عالي فکر اؤ نظر دی، زموږ هیوادوال کاش دې ته متوجې شي، کاش دا ډول مسایلو درک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...