تاند【جمعه د کب ـ حوت ۱۷مه】د ۱۴ ورځو په تېرېدو بیاهم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
د دواړه لوریو ترمنځ د خبرو اترو ترڅنګ کابو څلور ورځې کېږي په بیلابیلو وختونو کې وسله والې نښتې کېږي.
د وړمې ورځې په نښته کې افغان لوري ته د درېیو خبریالانو ترڅنګ یو شمېر افغان طالب پوله ساتي هم ټپیان شوي دي.
پرون پنجشنبه ننګرهار کې د طالبانو والي په حوزوي روغتون کې د ټپیانو حالت پوښتلی او له هغوی سره یې مالي مرسته کړې ده.
که څه هم د تورخم په نښته کې طالب چارواکي د ټپیانو کره شمېره نه ده ښودلې، خو په ټولنیزو پاڼو خپاره شویو انځورونو کې د یو شمېر ټپیانو انځورونه خپاره شوي دي.
د تورخم دروازې بندېدو دواړه غاړه سوداګر له سخت مالي زیان سره مخ دي.
سره له دې چې دواړه لوریو د تورخم دروازې د خلاصون په اړه څو ځلې ناسته وکړه خو بې پایلې شوه.
تېره چهارشنبه افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د تورخم نښتو ته په اشارې ویلي وو چې، اسلام اباد او کابل باید د یپلوماسي غوره کړي نه جګړه.
د یادې لار د خلاصون په اړه لاهم کوم مثبت قدم نه تر سترګو کېږي، او راتلونکي ته به ولیدل شي چې په دې اړه څه ډول اقدامات کېږي، په داسې حال کې چې دواړه غاړه پوله ساتي د تیارسی په حال کې دي.