Homeخبرونهفوټسال؛ افغانستان په لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ مات کړ

فوټسال؛ افغانستان په لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ مات کړ

تاند【جمعه د کب ـ حوت ۱۷مه】د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې په برازیل کې د څلور اړخیزه ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې گرینلند ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي نن د جمعې په سهار میدان ته ووتل او د گرینلند پر وړاندې یې لوبه وکړه.

افغان لوبډلې د ګرینلنډ پر وړاندې ۵ پر ۴ بریا خپله کړه او سیالي یې وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره امید قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي او بهمن گرگیچ گولونه ووهل.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله به په دوهمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې میدان ته ووځي.

د برازیل څلور اړخیز ټورنمنټ د افغانستان، ایران، گرینلند او کوربه برازیل ترمنځ پیل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...