Homeخبرونهد چمپینز ټرافۍ پایلوبه؛ هند او نیوزیلنډ راتلونکې یکشنبه لوبوي

د چمپینز ټرافۍ پایلوبه؛ هند او نیوزیلنډ راتلونکې یکشنبه لوبوي

تاند 【جمعه د کب – حوت ۱۷】د چمپینز ټرافۍ پایلوبې ته هند او نیوزلنډ لوبډلې وتلې دي.

نیوزیلنډ د روېنډرا او ویلمسن غوره توپوهنې پرمټ د اتلانو جام پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د اتلانو جام په دوهمه نیمه‌پایلوبه کې نیوزیلنډ د روېنډرا ۱۰۸ او د ویلمسن ۱۰۲ منډو پرمټ سیالې افریقايي لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار وکړه.

د دې سیالیو پایلوبه راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ او هندوستان ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

تر دې وړاندې هندۍ لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په یوه په زړه پورې لوبه کې ماته ورکړه او پایلوبې ته یې ځان ورسوه.

د دې سیالیو کوربه پاکستان بیا پرته له کومې بریا او اوس به په دوبۍ کې د پایلوبې ننداره کوي.

افغان لوبډلې بیا په یوې بریا سره د دې لوبو پنځم ځای خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...