له کله چې پاکستان د یوه هیواد په توګه رامنځته شوی دی، د هند څخه په ویره کې و او همدې ویرې پاکستان د جهاد په پټنځایونو بدل کړ او په همدې وجه د غربي هیوادونو، خلیج او عربي هیوادونو توجو یې ځانته جلب کړه. پاکستان غربي هیوادونو ته د سر چوک په توګه تمام دی، چې هر ډول لاره او معاملګر لري. یانې پاکستاني حکمراني، د اصیلو پر ځای کمصلو په لاس کې اخیستې ده. د پاکستان اصلي سلاکاران، هندي نژادي دي. علامه اقبال په خپلو اقوالو کې ځان هندي نژادو ته منسوب ګڼلی دی او ډېرۍ تاریخونو ددې شاهدي ورکوي، چې په هندوانو کې تر ټولو حقیر او پست قوم پنجابۍ قوم و . دوی دایم د هندي راجاګانو په غلامۍ کې پاتې شوي وو.
انګلستان په دې موخه دوی ته د یوه هیواد حیثیت ورکړ، چې دوی ډیورند وساتي او ددې زمواري وکړي. پاکستاني چارواکو، د مجاهدینو د روزلو په وختونو کې امریکاه ته دایم دا ګیله کړې ده، چې ((دوی ته د انګریزانو زمواري ورتر غاړې ده؛ نو ځکه باید موږ ته د مرستو زیاته توجو وکړئ.))۱: ځینو اروپایي رسنیو دا راپورونه بار- بار تایید کړي دي، چې پاکستان په یوه اتومي هیواد؛ ځکه بدل شو، چې دوی د شوروي په مقابل کې افغان جهاد په نوم ، د روس د ماتې لپاره له امریکاه او خلیجو هیوادونو زیاتې مرستې اخیستې دي، چې افغان اصلیو مجاهدینو ته دا په اووم لاس کې رسیدلې دي.
د هندوانو دغه حقیر قومونه ځکه د انګریز د توجو وړ و، چې دوی د پښتنو او بلوچو سره ګاونډې اړیکې او یوه شریکه جغرافیه لري. انګریزانو؛ نه غوښتل چې بریتانوي هند ته دې خطر متوجې شي او پاکستان یې د بریتانوي هند دروازه ګڼله.
امریکاه د روس له کمونیزم څخه سخته ویره درلوده او اسلامي هیوادونو د روس تاړاک او له هندوکشه د کمونیزم د وتلو لارې په پاکستان کې ډېرې ممکنې وې، نو ځکه د مرستې زیاته توجو ورته وشوه. پاکستان چې د ځان دا حیثیت لیده، نو ځان یو اسلامپاله هیواد معرفي کړ، مګر لا ډېر پنجابیان لا اوس هم روژې نه نیسي. له کله چې پنجاب قوم ته دا عزت او شرافت حاصل شو، نو د ټولو اسلامي ممالکو د مشرتابه خیالات یې درلودل او دایم یې علماو، د کشمیر او افغانستان په باره کې افسانوي خوبونه لیدلي دي. هههه.
د دوی یوه غټه ویره داده، چې خدای مه کړه بیر ته له هند سره وصل نه شي او بیا به خپلې پخوانۍ دندا ته ور وکوچیږیږي، نو دوی ځکه د انګریز احساناتو ته ژمن دي. د پاکستان د نوي جوړښت په وختو کې یوه نظریه، چې رسنویو پرې راپورونه جوړ کړي دي؛ دا وه چې(( انګریزان شاید څه وخت وروسته پاکستان د هند سره بیا وصل کړي.)) ۲ :
پاکستان د خپل حیثیت د خوندینې لپاره، خپله پالیسي داسې وضعه کړه، چې مهم فکټورونه، ((مذهبي ملتپالنه، له هند سره تربګني او له غرب سره ایتلاف شامل و.))۳: د کمونیزم سره د مبارزې په وخت کې پاکستان مهم فکټور افغان جهاد و او دایې خیال و، چې دا هیواد تر خپل تسلط لاندې راولي.
د روس په مقابل کې افغان جهاد څخه پاکستان په ښکاره ملاتړ وکړ او ان د داود خان په وخت کې پاکستان په دې ویره کې و، چې خدای مه کړه پښتانه رانه بیل نه شي او هندوانو ته تنها پاتې نه شو.
پاکستان د افغانستان د کابو کولو په هڅه کې ځکه دي، چې ډیورند یوه رسمي پوله شي او د پښتونو په واسطه کولای شي، د هند سره مقاومت وکړي او په دې وجه د افغانستان سره زیاته علاقه لري او د هغې ډډې پښتنو سره یې زیات جبر او خشونت کړی دی، بلوڅ یې په بې رحمۍ وژلي دي، تر څو د ازادۍ مراندې پکې را زرغونې نه شي.
خداي خدمتګارانو، چې کله د ازاد پښتونستان خیالات درلودل او داود خان یې سخت ملاتړ کاوه او ان بلوچي مبارزین یې د پاکستان سره عملي جهاد ته راویستلي و. پاکستان په دې لټه کې و، چې په افغاني ولسونو کې ځای پیدا کړي او افغان حکومت ته دایم یو سرخوږی جوړ کړي. ((کله چې اسلامي بنسټ پالو ډلو د داود خان له واکمنۍ تېښته وکړه، نو پاکستان په ورین تندي هرکلی ورته وکړ.)) ۴: او د دوی یې سخته ملګرتیا وکړه. افغان مجاهدین یې د خپل سیاست د فکټور یوه مهمه برخه وګرځوله . په همدې مرستو دا هیواد اتومي هیواد شو.
اوسمهال چې په پاکستان کې حالات ترینګلي شوي او اقتصادي ضعف پرې رامنځته شوی، د افغانستان په اړه یې یوه نوې معامله شروع کړې ده، د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان د امریکاه سره په دې خبرې کوي، چې څنګه یرغمل شوې وسلې بیرته امریکاه ته وسپاري، له بل پلوه، د کابل په هوایي ډګر بریدګر د پاکستان له لوري نن امریکا ته وسپارل شو.
ددغو ددو مسلو نه داسې ښکاري، چې د امریکاه او پاکستان یوه نوې لوبه د افغانستان په اړه شروع کیدونکې ده، خو دا چې افغانان د توکل خلک دي، نو په دې وجه په دې مسله سر نه خلاصوي.
شاوخوا ۱۳۹۲ کلونه و، چې په کویټه ښار کې یوې مدرسې ته د لمانځه لپاره دننه شوم، چې یو پاکستانی ملا مسلې کوي، په منځ منځ کې د اردو بیانات هم وړاندې کوي. په حلقه کې ناست ټول ځوانانو تورې پټې له سره تاوې وې او د محمدي نوم او نښان پرې لیکل شوی و. دوی په یوه اوږده کوټه کې ناست و، چې په دې وخت کې یو بریتور تور سړی د مدرسې په مخکې له څو عسکرو سره یو ځای مدرسې ته د ننه شو. وینا کوونکی ملا زر له ځایه را پاڅید او د نظامي کس په مخ کې ودریده. خپلو شاګردانو ته یې په اشارې وویل چې ټول غلي کینئ.
دا وخت ما ددې منظرې د لیدو لپاره په برنډه کې د لمانځه تسبیحات اوږده کړل او دوی ته متوجې وم. نظامیان چې کله ولاړل، نو ملا بیرته و خپل ځای ته ولاړ او الله اکبر نارې یې کړې، غږ یې وکړ، چې ان شاالله په افغانستان کې به ډېر زر د خلافت لپاره مبارزه پیل شي، لاندې کسانو سبحان الله، سبحان الله نارې شروع کړې او په دې سره زما دماغ ډېر سخت ګرم شوي و او له مدرسې را ووتم.
پاکستان چې کله هم د طالبانو څخه لاسونه پرمنځل، نو په ځینو نورو بدیلو لارو یې کارونه پیل کړل، دا چې دا هیواد داسې استخبارت لري، چې دوی هر څه او هر څه ته یو مذهبي رنګ ورکولای شي، نو د داعش په څیر ډلې ډېرې اسانې دي. سره ددې چې اوسمهال داعش هیڅ فزیکې حضور نه لري، مګر بیا هم په افغانستان کې په داسې ځایونو بریدونه کوي، چې هغه ته د هم هغه ځای مامورین څو ځایه تلاشي کیږي او له سکینرو ماشینونو څخه وځي.
یو یونیم کال وړاندې د کابل د رحمان مېنې کې د داعش په پټنځایونو باندې بریدونه وشول، دا چې موږ د یادې سیمې اوسیدونکې و، نو په کومو کورونو باندې چې بریدونه وشول، هغوی ته څو وارې په زیرو موټرو کې طالب ډولکه اشخاص ورغلي او ناستې پاستې یې ور سره کولې.
یانې له دې ښکاري، چې داعش یوه استخبارتي لوبه ده او په دې لوبه کې ځینې طالبان هم شامل دي او دا مستقیماً د پاکستان د ای اس ای یوه مخفي ډله ده، چې غواړي په دې ډول د افغانستان حالات هم خراب کړي او د امریکاه سره د دوستۍ نوې اړیکه هم رامنځته کړي او خپل هیواد هم پرې وساتي.
له بل پلوه د پاکستان خلاف طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي لپاره پوره مرکزونه او ادرسونه یې جوړ کړي دي، څه موده وړاندې چې پاکستان په خوست، پکتیکا او د افغانستان په یو شمېر سیمو بریدونه وکړل، نو طالبانو نه یوازې ځوابي بریدونه وکړل، بلکې د افغانستان په زیاترو مساجد ته د ټي ټي پي مجاهدین راغلي ول او د ملا له لوري په علیني ډول د پاکستان خلاف مسلې وشوې او یادې ډلې ته یې د جهاد افضلیت ورکړ او د چاندې غوښتنه یې وکړه. دا چې افغانان د پاکستان سره سخت حساسیت لري، نو ټي ټي پي مجاهدینو سختې چاندې ټولې کړې.
اوسمهال د پاکستان او افغانستان د حکومتونو حالات یو ډول دي او یو ډول په انزوا کې دي، نو دواړه طرفونه په دې لټه کې دي، چې نړۍ سترګې له دوی څخه وانه وړي او یوه نوې سنارویو رامنځته کړي. په کوزه غاړه کې پښتانه او په دې طرف افغانان یو ځل بیا خوار او زار کړي.
خو که چیرې ولسونه د هغې غاړې او ددې غاړې سره یو نه شي او یوه منځلارې رامنځته نه کړي، نه یوازې به له دې حالاتو خلاص شو بلکې له نویو کشالو سره به هم مخ شوي و.
پاکستان یو مداري سیاست لرونکی هیواد دی، چې هم له امریکاه سره ایتلاف غواړي او هم له طالبانو سره دوستي نه پریږدي. یانې پاکستان په هیڅ صورت نه غواړي، چې د افغانانو له یوې داسې ډلې سره دښمني وکړي، چې هغوی په خپلو عقیدو له اتوم سره جنګیږي. او دا به یې د هند په وړاندې یو ډېر ضعف وي. مګر د هند مودي، چې څومره د هند په مسلمانانو ظلم کوي، له هغه څو چنده زیات ظلم پاکستان په پښتنو او بلوچو کوي. پاکستان د افغان وسلوالو مبارزینو سره یو ډول نه یو ډول ناکام کوي او دا په دې مانا نه ده، چې دا ډله دې د پاکستان تالاڅټي وي.
پاکستان باید تجزیه شي او پښتونستان او بلوچستان ته ازادي ورکړل شي او دا د داود خان نظریه ده او دا به تر هغو پالو، ترڅو چې مو پښتانه د ازاد پښتونستان په شکل او ازاد بلوچستان مو نه وي لیدلي. که چیرې پاکستاني دولت وران نه شي او پاکستان تجزیه نه شي، نو په افغانستان، پښتونخوا کې به هیڅ امن او امان را نه شي او په قران کریم کې، د اخرې زمانې لومړنی جنګ او ټول شوموله جنګ به د هندو او مسلمان جنګ وي او پنجابیان د هند مهاجر دي، چې برتانیې د خپلې ګټې لپاره روزلي دي، نو د هندوانو سره جهاد په پښتونو فرض شوی دی او دا ازادي باید راوړلی شي.
دا خو ډېره عجیبه موضوع ده، نه پوهيږو چې افغانان به نور څومره له پاکستان وزوریږي.