جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله راتلونکې اونۍ وروسته ښایي وېزه لرونکي افغانان هم امریکا ته سفر...

له راتلونکې اونۍ وروسته ښایي وېزه لرونکي افغانان هم امریکا ته سفر ونشي کړای

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】‏امریکا ته د افغانانو د لېږد یو بنسټ مشر شان وینډایور ویلي، ښايي له راتلونکې اونۍ وروسته د امریکا قانوني ویزه لرونکي افغانان او نور وګړي دغه هېواد ته سفر ونشي کړای.

هغه ویلي، تر اوسه په دې اړه بشپړ معلومات نه لري خو په خبره یې دا خبر يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دننه ترلاسه کړی دی.

وینډایور له داسې وېزه لرونکو قانوني کسانو غوښتي چې زر تر زره دې امریکا ته سفر وکړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، پرون چهارشنبه د کب ـ حوت ۱۵مه د امریکا د کانګرس یوه غړي، په یوه لیک کې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ غوښتي چې په امریکا کې د افغانانو د بیا میشتېدو مرکز (CARE) دې ونه تړي.

مایک لالر د ټرمپ د حکومت پر دغې پرېکړې خپله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې امریکا ته ورځي، عادي یا ناقانونه کډوال نه دي.

په لیک کې زیاته شوې چې دا پرېکړه د هغو له ۲۰۰ زرو زیاتو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې ده.

د کانګرس غړي مایک لالر خبرداری ورکړی چې دا ډول پرېکړه به لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې ولري.

ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته تر بریالیتوب وروسته پر څوکې د ناستې لومړنۍ وینا کې امریکا ته د کډوالو د ورتګ پروسه ودروله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...