Homeخبرونهګوترېش: د بې ثباتۍ سره سره د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کې...

ګوترېش: د بې ثباتۍ سره سره د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کې وده کړې

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ د جنوري تر ۳۱مې پورې، که څه هم د افغانستان اقتصاد د نامعلومې پالیسۍ، مالي انزوا او پر ښځو د بندیزونو له امله بې ثباته او نازک پاتې و، خو تېر ۲۰۲۴ کال کې یې ۲.۷ سلنې وده کړې ده.

په راپور کې راغلي چې په دې موده کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۷ سلنې لوړ شوی، خو د تېر کال په نومبر او ډیسمبر کې بیا ۴.۸ سلنې کم شوی دی.

په راپور کې راغلي چې دغه موده کې افغانستان ته د ۱۰ اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي چې، 40 سلنې زیاتوالی ښیي، خو له افغانستانه بیا صادرات ۵ سلنې کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په راپور کې ویل شوي چې، ۲۰۲۵ کې ۲۲.۹ ملیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، اقلیمي بدلونونو او د اقتصادي بې ثباتۍ له امله لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...