Homeخبرونهجاپان د افغانستان له روغتیایي برخې سره د مرستو د دوام ژمنه...

جاپان د افغانستان له روغتیایي برخې سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】افغانستان کې د جاپان شارژدافیر میکیو ایزاوا وايي، جاپان چمتو دی چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي د طالبانو د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت سره په ليدنه کې دا ژمنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال له ایزوا سره په کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د همکاریو قدرداني کړی او د دوام تر څنګ یې په پراخیدو ټېنګار کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره له کورنیو عوایدو او دولتي امکاناتو څخه په استفادې سربیره نړیوالې مرستې هم جلب کړې.

جاپان داسې مهال د دې مرستو د دوام ژمنه کوي چې اوسمهال د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي سکتور له خدماتو ولس ناراضه دی.

عام خلک وایي دوی ته وړاندې کېدونکي روغتیایي خدماتو کچه دومره ټیټه ده چې له امله یې خلکو جوړېدونکي ناروغان له لاسه ورکړل.

دوی تمه لري چې حکومت به روغتیایي خدماتو ته جدي پام کوي او د خلکو د اړتیا مطابق به خدمات وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...