Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

طالبانو له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د روژې په شپږمه د یاد وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عثمانوف سره ولیدل.

یاد وزارت وايي، دواړو لورو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي او ريلي اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینه زیاتوي، چې لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان – مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د ترمیماتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي توکو د لیږد رالیږد او د بلخ – هرات د اوسپنیزې کرښې دمطالعاتو په اړه بحثونه وشول.

سرچینه زیاتوي، د ناستې پای کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د رغولو، ترميم او معياري کولو په برخه کې په هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...