جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کډوالو د وضعیت په اړه د پاکستان او ایران له سفیرانو...

د کډوالو د وضعیت په اړه د پاکستان او ایران له سفیرانو سره د طالبانو د کډوالو د وزیر لیدنه

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】د طالبانو د حکومت ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست، مولوي عبدالکبیر د ایران او پاکستان له سفیرانو سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر د ایران او پاکستان له سفیرانو غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره له زغم او حوصلې کار واخلي.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کیږي.

نوموړي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

مولوي عبدالکبیر غوښتي چې د کډوالو د جبري ایستلو پر ځای ورته یو میکانیزم جوړ کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ حالت ډېر نازکه دي.

پاکستان پرون هم ۱۴ کورنۍ چې شمېر یې ۸۹ تنه کېږي،له خپل هېواده وایستل او افغانستان ته یې راستانه کړل.

له یادو کورنیو سره د طالبانو حکومت د اړوندو ادارو له لوري نغدي مرسته وشوه او مرستندویو موسسو ته د لا نورو مرستو په موخه ورپېژندل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...