Homeخبرونهجرمني ته ۱۳۲ نور افغان کډوال هم ولېږدول شول

جرمني ته ۱۳۲ نور افغان کډوال هم ولېږدول شول

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】الماني رسنیو راپور ورکړی چې د جرمني حکومت ۱۳۲ نور افغان کډوال هم په یوه چارټر الوتکه کې له اسلام اباد څخه برلین ته ولېږدول.

بیلډ ورځپاڼې (چهارشنبه، د فبروري ۱۵مه) راپور ورکړی چې په دې کسانو کې یو ځايي جرمني کارمند د هغه د کورنۍ پنځه غړي شامل دي او نورو د افغان کډوالو لپاره د نورو جرمني پروګرامونو له لارې داخله ترلاسه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې ۲۵ نور افغان کډوال د دوی په اسنادو کې د بې نظمیو له امله له الوتنې څخه پاتې شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي د دې کسانو څخه ۷۴ یې د ځانګړي خطر سره مخ افغانانو لپاره د فدرالي داخلې پروګرام له لارې او ۱۴ نور یې د بشري حقونو د نوملړ له لارې جرمني ته لیږدول شوي دي.

د ویلو ده چې دا په تیرو دوو اونیو کې دوهمه الوتکه ده چې افغان کډوال برلین ته رسوي.

د سه شنبې په ورځ، د جرمني رسنیو د اسلام آباد څخه برلین ته د ۱۵۵ سیمه‌ییزو حکومتي همکارانو د لیږد راپور ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...