جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اروپایي هېوادونو غونډه د بلجیم مرکز بروکسل کې کېږي

د اروپایي هېوادونو غونډه د بلجیم مرکز بروکسل کې کېږي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】په پام کې ده چې د بلجیم پلازمېنه، بروکسل کې چې د ناټو مرکز هم پکې دی، د اروپايي هېوادونو د غونډې کوربه وي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې، دغه غونډه وروسته له هغې کیږي چې امریکا پر اوکراین پوځي مرستې ځنډولي او اروپايي هېوادونو یې د ملاتړ تکل کړی دی.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ بیا د ناټو غړیتوب ته ژمنتیا څرګندوي خو، پر نورو غړیو هېوادونو غږ کوي چې هغوی دې هم په دغه پوځي ماموریت کې خپله ونډه زیاته کړي.

ټرمپ وار دمخه دا ادعا لري چې امریکا ناټو ته تر نورو هېوادونو زیات امکانات برابروي او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د اروپا ونډه کمه ده.

بل لورته بیا ‏د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیوېټ تایید کړه چې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو لړۍ ځنډول شوې ده.

کارولین تېره شپه سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال و ویل، د دغه هېواد ملي امنیت شورا ورته معلومات ورکړي چې دغه بهیر ځنډول شوی او ارزول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...