جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروزا اوتونبایوا، د پاکستان له سفیر سره د افغانستان پر ضعیت خبرې...

روزا اوتونبایوا، د پاکستان له سفیر سره د افغانستان پر ضعیت خبرې کړي

تاند【پنج شنبه د کب ـ حوت ۱۶مه】افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر رییسې، روزا اوتونبایوا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له سفیر، منیر اکرم سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د افغانستان د وضعیت او د بشري مرستو د اړتیاو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه کتنه کې د یوناما سیاسي مرستیال، سکاټ سمېت هم حضور درلود.

دا لیدنه داسې مهال کې چې ټاکل شوې چې، د روانې مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه (دوشنبه) ترسره کېږي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشره، روزا اوتونبایوا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

په پام کې ده چې د ډنمارک په مشرۍ په دغه غونډه کې افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه چې د روانې عیسوي میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي، د برخلیک په اړه خبرې وشي.

د دې غونډې نېټه داسې مهال اعلانېږي چې، تېرت دوشنبه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د یوناما ماموریت بې ګټې او اندېښنه اچوونکی وباله.

مجاهد زیاته کړې چې دغه بنسټ تل هڅه کړې، خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او د افغانستان انځور په نړیواله کچه ناسم وښيي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، یوناما پخپلو راپورونو کې د افغانستان د اوسني نظام د لاس ته راوړنو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي او تل یې منفي ټکو ته پام کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...