د پروسټاټ سلیمه غټېدنه څه ده؟ Benigne Prostatahyperplasie
د غړو غیرعادي غټېدنه چې د حجرو د خورا زیات تکثر نتیجه وي، په دوو ډلو وېشل کېږي: سلیمه او خبیثه. خبیثه سرطاني هغې ته وايي چې ډېره چټکه درومي، شاوخوا نسجونو او د بدن نورو غړو ته خپرېږي او په کم وخت ناروغ له پښو غورځوي. خو سلیمه غټېدنه بیا په اخته غړي پورې محدوده وي او د سرطان غوندې خطرناکه نه وي.
پروسټاټ تر مثانې لاندې پرته غوټه یا غده ده چې د متیازو نلکی (احلیل) یې چاپېر کړی دی همدا وجه ده چې کله پروسټاټ غټېږي، د متیازو نلکی تنګېږي او د ناروغ د اکثرو شکایتونو علت همدغه شی دی.
پروسټاټ له ډېرو کوچنیو غدو څخه رغېدلی دی چې یوه مایع افرازوي. دغه مایع سپرم یا نارینه جنسي حجرې خوندي ساتي او حرکت ته یې لمسوي. په یوه وار چې څومره مني له تناسلي آلې څخه راوځي، ۳۰ فیصده یې همدغه مایع ده چې په پروسټاټ کې جوړېږي. پر دې سربېره، پروسټاټ یو انزایم جوړوي چې د پروسټاټ ځانګړی انټيجن بلل کېږي او دنده یې د مني اوبلن ساتل دي.
پروسټاټ تل په غټېدو وي
د زېږون پر مهال پروسټاټ کوچنی وي او تقریباً ۲ ګرامه یې وزن وي. په بلوغ کې بیا پروسټاټ وده کوي او د عمر د شلمو او څلوېښتمو کلونو تر منځ ۲۰ ګرامه وزن لري. په لوړ عمر کې تر ۴۰ ګرامو پورې رسېږي او د پروسټاټ په سلیمه غټېدنه کې ان تر ۱۵۰ ګرامه پورې غټېږي. څومره چې پروسټاټ غټ وي، همغومره زیات د متیازو نلکی تنګوي.
سببونه او مساعدوونکي عاملونه
عمر د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې تر ټولو لوی سبب دی. تر ۵۰ کلنۍ وروسته د دې ناروغۍ پېښېدل عام دي خو وار له واره یې نښې نښانې نه څرګندېږي.
د وزن ډېروالی او سګرټ څکول د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې مساعدوونکي عاملونه دي. ورزش او خوځېدل بیا ښه اثر لري. د ژوند مناسبه او صحي بڼه مثلاً متناسب خوراک د پروسټاټ د غټېدنې مخه نیولی شي.
د دې ناروغۍ سببونه تر دې دمه پوره نه دي پېژندل شوي. خو دا جوته ده چې ځینې ځانګړي عاملونه په کې نقش لري. البته دا چې دغه عاملونه له دې ناروغۍ سره څرنګه تړاو لري، لا هم د څېړنې موضوع ده. دلته به دغه عاملونه یادوو.
هورمونونه
نارینه جنسي هورمونونه (آندروجنز) د پروسټاټ په سلیمه غټېدنه کې اساسي نقش لري. مثلاً ټسټسټیرون د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لپاره اړین دی. څوک چې خصي شوي وي، هېڅکله د پروسټاټ په غټېدنه نه اخته کېږي ځکه چې هغوی خوټې نه لري چې ټسټسټیرون جوړ کړي.
د عمر په زیاتېدو سره په نرانو کې ټسټسټیرون زیاتېږي چې دا د پروسټاټ یوه برخه (انتقالي زون) اغېزمنوي. البته دقیق بهیر یې لا تر اوسه پورې پوره نه دی څرګند چې دا کار څنګه کېږي. البته ټسټسټیرون نېغ په نېغه پر پروسټاټ اغېز نشي کولی، بلکې لومړی باید د پروسټاټ په حجرو کې دننه په یوه بله بڼه بدل شي چې ډیهایدروټسټسټیرون Dihydrotestosteron بلل کېږي. دغه کار یو انزایم کوي چې نوم یې دی پنځه-الفا ریډکټاز 5α-Reduktase.
خو د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې مسول یوازې نارینه جنسي هورمونونه یعنې ټسټسټیرون او ډیهایدروټسټسټیرون نه دي، بلکې ښځینه جنسي هورمونونه هم په دې کار کې ورسره لاس ورکوي. په دې باندې پوهېدل په کار دي چې نران هم ښځینه جنسي هورمونونه یعنې ایستروجن لري، البته د ښځو په نسبت په نرانو کې دغه هورمون ډېر کم وي.
په تېر عمر کې په نرانو کې ټسټسټیرون کمېږي حال دا چې ایستروجن یې په خپل حال پاتېږي یا لږ څه زیاتېږي. نتیجه دا چې د ټسټسټیرون په پرتله ایستروجن زیاتېږي او د پروسټاټ د غټېدو لپاره همدا په کار دي. مخکې مو وویل چې د وزن ډېروالی د دې ناروغۍ مساعدوونکی عامل دی. یوه وجه یې دا ده چې د ایستروجن یوه برخه په وازده کې تولیدېږي.
ارثي عاملونه
ارثي عاملونه د دې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې فرعي رول لري. د پروسټاټ په سلیمه غټېدنه کې د ارثي عامل نقش هله زیات وي چې په نږدې خپلوانو کې د دې ناروغۍ نښې نښانې به نسبتاً ځوان عمر کې څرګندېږي.
په هغو پېښو کې چې پروسټاټ تر شپیته کلنۍ وړاندې باید عملیات شي، په ۵۰ فیصدو کې یې ارثي عامل دخیل وي. د دې برخلاف تر ۶۰ کلنۍ وروسته چې څوک په دې ناروغۍ اخته کېږي، یوازې ۹ فیصده یې ارثي بڼه لري.
نښې نښانې
کله چې څوک د پروسټاټ په سلیمې غټېدنې اخته کېږي، تر هر څه وړاندې د متیازو ستونزه ورته پیدا کېږي، دا په دې چې د متیازو نلکی د پروسټاټ له منځه تېرېږي. د ناروغ متیازې کمزورې راوځي، د شپې متیازو ته ډېر جګېږي، اودس یې سم او زر نه وچکېږي ځکه چې متیازې یې څاڅکي څاڅکي تویېږي او داسې انګېري چې په مثانه کې یې متیازې لا پاتې دي.
د دې ناروغۍ نښې نښانې په دریو ډلو وېشل کېږي: بندښتي، تخریشي او جنسي نښې.
بندښتي نښې
ځکه پیدا کېږي چې غټ شوی پروسټاټ د میتازو نلکی تنګوي. په دې ډله کې دغه نښې نښانې شاملې دي:
- د متیازو کمزورې داره یا پوره بندښت
- د متیازو بند بند کېدل
- د متیازو په راوتلو کې ځنډ
- د متیازې کولو په وخت کې زور وهل
- د متیازو څاڅکي څاڅکي څڅېدل
- په مثانه کې د متیازو د پاتې کېدو احساس
تخریشي نښې
مثانه په ښکتنۍ برخه کې قیف وزمه بڼه لري چې بیا د متیازو نلکی ورنه جوړېږي. د مثانې دېوالونه له خوښې یا عضلاتو څخه رغېدلي دي. کله چې انسان متیازې کوي، دغه عضلات راټولېږي او د مثانې د منځ خوا ته زور کوي. همدغه زور د مثانې دننه فشار زیاتوي او د تشېدو سبب یې کېږي. کله چې پروسټاټ غټ شي، د میتازو نلکی تنګېږي نو مثانه مجبورېږي چې لا زیات زور وکړي. دغه اضافي زور وهل د مثانې عضلات اغېزمنوي او حساسیت یې زیاتوي. په عادي حالت کې انسان هله تشناب ته د تلو ضرورت احساسوي چې مثانه ښه ډکه شي خو کله چې د مثانې عضلات حساس شي، د لږو متیازو په شتون کې هم د ډکوالي احساس پیدا کېږي. د مثانې د عضلاتو له حساسېدو څخه دغه اعراض پیدا کېږي چې تخریشي شکایتونه بلل کېږي:
- په کراتو خو په کم مقدار متیازې کول
- د شپې په مخه د متیازو لپاره جګېدل
- تشناب ته تلوار او د متیازو نه ټینګېدل
- د متیازو پر مهال درد یا سوی
البته په ټولو ناروغانو کې نښې نښانې یو شان نه وي. ځینې سره له دې چې پروسټاټ یې لږ غټ شوی وي، ډېر شکایتونه لري؛ حال دا چې ځینې نور له ډېر غټ پروسټاټ سره لږ شکایت لري.
جنسي ستونزې
د پروسټاټ غټېدنه ځینې جنسي ستونزې هم راولاړوي. د نعوظ ستونزه (د تناسلي آلې نه جګېدل) د جنسي کمزورۍ سبب کېږي. همدارنګه د مني کموالی او دردناک انزال په دې ناروغۍ کې رامنځته کېدی شي.
اختلاطونه
په یوه نیمه پېښه کې غټ شوی پروسټاټ د متیازو نلکی هومره تنګوي چې په مثانه کې متیازې راټولېږي او د بولي سیستم ګزک او د مثانې ډبرې ورنه پیدا کېږي. که د دې حالت درملنه ونه شي، نور اختلاطونه هم زېږوي.
د مثانې د دېوال د بڼې اوښتل
کله چې مثانه ډېره موده ډکه پاتې شي او د متیازې کولو پر مهال د مثانې فشار زیات وي د وخت په تېرېدو سره د مثانې عضلات غټېږي. دا په دې چې مثانه د خنډ (د متیازو تنګ شوي نلکي) په مقابل کافي زور وکړی شي او متیازې وشړي.
خو د مثانې عضلات چې غټ شي، خپل الاسټیکیت بایلی. په نورمال حالت کې د متیازې کولو پر مهال د مثانې عضلات منځ خوا ته زور کوي نو د مثانې دېوالونه راټولېږي او داخلي فشار یې زیاتوي. همدغه فشار متیازې بهر ته شړي. خو وروسته بیا د مثانې دېوالونه بېرته خپل پخواني حالت ته ورګرځي. لکه رابړ یا لاشټیک چې کش کړې، غځېږي او چې بېرته یې خوشې کړې، خپل پخواني حالت ته ستنېږي. الاسټیکیت همدې ته وايي. له بلې خوا د پروسټاټ په غټېدنه کې د مثانې په دېوالونو کې کولاجن زیاتېږي. یوه نیمه پېښه کې بیا د مثانې دېوال په ځینو برخو کې د کوچنیو تڼاکو غوندې بهر خوا ته راوځي چې دا حالت کاذب دایورټیکل Pseudodiverticulum بلل کېږي.
د ادرار کامل احتباس او د مثانې پړسوب
کله چې د غټ شوي پروسټاټ په وجه د متیازو نلکی دومره تنګ شي چې د مثانې تشېدلو ته اجازه ورنه کړي نو متیازې مکلمې په مثانه کې پاتې کېږي. دې حالت ته د ادرار کامل احتباس وايي. بیا نو د متیازو ډېره زیاته اندازه په مثانه کې راټولېږي ډېر فشار ورباندې راوړي. په نتیجه کې ناروغ په سپوغ کې سخت درد او د ډکوالي احساس پیدا کوي.
د ادرار ناڅاپي کامل احتباس بېړنۍ پېښه ده او باید ژر یې درملنه وشي!
د یادولو ده چې ځینې مساعدوونکي عاملونه دغه اختلاط ته لاره هواروي مثلاً د الکهولو څښل، ډېره موده په بستر کې پاتې کېدل، ځینې درمل او جنسي فعالیت.
د ادرار د کامل احتباس په ځینو پېښو کې مثانه دومره پړسېږي چې فشار په کې خورا زیاتېږي او دغه فشار بالاخره پر بندښت غلبه کوي خو ایله دومره کوي چې متیازې څاڅکي څاڅکي روانې وي، نه دا چې مثانه سمه تخلیه شي.
په پښتورګو کې د ادرار راټولېدنه او د پښتورګو له کاره لوېدل
کله چې د متیازو نلکی بند وي او متیازې په مثانه کې راټولې شي نو بیا متیازې تر پښتورګو پورې رسېږي. په پښتورګو کې راټولې شوې متیازې د پښتورګي پر حجرو باندې فشار راولي او زیانمنوي یې چې په بدترین حالت کې پښتورګي کار پرېږدي.
ادراري تسمم
پښتورګي د کارېدلو موادو پاتې شوني په ادرار کې شړي. په دې کې یوریک اسید او کریاتینین هم شامل دي چې د پروټین له تجزیې نه وروسته پاتې کېږي. کله چې د غټ شوي پروسټاټ په وجه پښتورګي زیانمن شي نو بیا دغه مواد په کافي اندازه شړلی نشي او دغه مواد په وینه کې پاتې کېږي. دغه حالت یوریمي بلل کېږي او د سخت خارښت، خواګرځي او کانګې سبب کېږي. که دغه حالت ژر تداوي نشي، سړی وژني.
په متیازو کې وینه
د پروسټاټ په غټېدنه کې د مثانې د خروجي برخې رګونو کې وینه ډم کېږي او رګونه پړسوي. دغه پړسېدلي رګونه نري کېږي او د فشار په نتیجه کې وینه ترې راوځي. همدا وي چې د متیازو رنګ سور اوړي خو دغه حالت هغسې خطرناک نه دی چې ظاهراً ښکاري.
د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې پېښې
دا د نرانو د یورولوژي ناروغیو تر ټولو زیاته پېښېدونکې ناروغي ده. پر دې سربېره د زړبودن وصفي یا ځانګړې ناروغي ده. په داسې حال چې نران په ځوانۍ کې معمولاً له خپل پروسټاټ څخه هېڅ شکایت نه لري، له ۵۰ کلنۍ وروسته بیا د یورولوژۍ ډاکټرانو ته ډېر ورځي ځکه چې په متیازې کولو کې به ستونزه لري.
سره له دې چې په طبي لحاظ د پروسټاټ غیرنارمله غټېدنه په یوه نیمه پېښه کې له ۳۵ کلنۍ پیلېږي خو اغلباً کلینیکي اهمیت ځکه نه لري چې نښې نښانې نه تولیدوي.
د پروسټاټ سلیمه غټېدنه له ۵۰ کلنۍ وروسته نسبتاً معموله ده او د ۵۰ او ۶۰ کلنۍ تر منځ په هرو دوو نرانو کې یو یې په دې ناروغۍ اخته وي خو یوازې ۲۰ فیصده یې د ناروغۍ ځانګړې نښې نښانې لري. له ۶۰ تر ۶۹ کلن سړي بیا ۷۰ فیصده دغه ناروغي لري چې په ۲۵ تر ۳۵ فیصدو کې یې د ناروغۍ علایم لیدل کېږي.
معاینې او تشخیص
ځینې نورې ناروغۍ او حالتونه هم د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې غوندې نښې نښانې لري، مثلاً د شکرې ناروغي، د زړه کمزوري، پارکېنسن ناروغي، د بولي سیستم ګزک او همدارنګه ځینې درمل هم ورته شکایتونه زېږوي. نو د دې لپاره چې ناورغي سمه تشخیص شي، ځینې معاینې ورته په کار دي.
مقعدي معاینه
د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې د تشخیص لپاره تر ټولو مهمه فیزیکي معاینه مقعدي معاینه ده. ډاکټر د ناروغ په رکټوم کې ګوته ننه باسي او پروسټاټ معاینه کوي. د الټراسونډ معاینې تر اختراع کېدو وړاندې مقعدي معاینه د پروسټاټ د ناروغیو په تشخیص کې خورا زیاته مهمه وه.
د ادرار او وینې معاینه
ادرار د میکروب لپاره معاینه کېږي او په وینه کې د پروسټاټ د ځانګړي انټيجن کچه کتل کېږي. همدارنګه په وینه کې د هغو موادو اندازه معاینه کېږي چې پښتورګي یې له بدنه شړي. مثلاً د یوریک اسید او کریاټینین مقدار په دې معاینه کېږي چې د پښتورګو زیانمنېدل تأیید یا رد شي.
الټراسونډ
دا خورا مهمه معاینه ده. الټراسونډ نه یوازې د پروسټاټ دقیقه اندازه راښيي، بلکې د غټ شوي پروسټاټ اختلاطونه هم راښيي، مثلاً د مثانې د عضلاتو غټېدل، د مثانې تیږې، کاذب ډایورټیکل، تر متیازې کولو وروسته په مثانه کې د پاتې شویو متیازو مقدار، د پښتورګو حالت او نور.
د متیازو د دارې معاینه Uroflowmetry
په دې معاینه ډاکټر د بولو داره ګوري. ناروغ په یوه قیف وزمه آله کې چې سنسورونه په کې لګېدلي دي، متیازې کوي. دغه آله د بولو سرعت معلوموي. په نورمال حالت کې د بولو داره په ثانیه کې ۲۰ میلي لیټره وي. که دغه داره په ثانیه کې تر ۱۰ میلي مترو کمه وي نو د متیازو د نلکي تنګوالی راښيي.
ځینې نورې معاینې هم دي چې د هر ناروغ لپاره نه، بلکې په ځانګړو حالتونو کې ترسره کېږي.
د ناروغۍ مزل او پایلې
د پروسټاټ سلیمه غټېدنه که تداوي هم نشي، معمولاً سوکه مزل کوي. د درملو په مرسته د پروسټاټ د غټېدو بهیر درېږي او په ډېرو پېښو کې د پروسټاټ اندازه بېرته راکمېږي. که درمل کار ونه کړي او یا د تشخیص پر مهال پروسټاټ وار له مخکې ډېر زیات غټ شوی وي نو عملیات یې چاره ده.
درملنه
که ناروغي په لومړیو پړاوونو کې وي نو په درملو یې علاج کېږي.
الفا بلاکر
الفا بلاکرونه د پروسټاټ او د میتازو د نلکي عضلات سستوي او د متیازو بهیر ښه کوي. خو د پروسټاټ پر اندازې باندې کوم اثر نه لري.
د ۵-الفا ریډکټاز نهي کوونکی
دغه درمل ۵-الفا ریډکټاز انزایم چې ټسټسټیرون په دیهایډروټسټسټیرون بدلوي، نهي کوي. همدا وي چې پروسټاټ نور ځان نه غټوي، بلکې لا کوچنی کېږي هم. خو شاوخوا یو کال وخت غواړي چې د ناروغ شکایتونه راکم شي.
د درملو ځینې نور ډولونه هم د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې په درملنه کې کارول کېږي چې د تاثیر میکانیزمونه یې پورته یادو شویو درملو ته ورته دي.
عملیات
کله چې د ناروغۍ نښې نښانې سختې وي نو په درملو یې چاره نه کېږي. په داسې حالت کې جراحي عملیات په کار دي. البته د جراجي مختلف ډولونه د دې ناروغۍ د علاج لپاره کارول کېږي.
د عملیاتو تر ټولو عام ډول د متیازو د نلکي له لارې د پروسټاټ را ایستل دي. په دې میتود کې یوازې د پروسټاټ غټه شوې برخه را ایستل کېږي او دا ډېره خوندي عملیه ده.
بله عملیه داسې ده چې د پروسټاټ د نسجونو د را ایستلو پر ځای یوازې د مثانې د غاړې او پروسټاټ تر منځ ساحه څېرېږي چې د متیازو نلکي لپاره ځای آزاد شي. دا عملیه هله ترسره کېږي چې پروسټاټ ډېر غټ شوی نه وي.
په مایکرو ویف د پروسټاټ د حجرو سوځول د عملیاتو بل ډول دی. په دې عملیه کې یوه آله د متیازو نلکي ته ورننه ایستل کېږي چې هغه د سانټي ګراډ په ۷۰ درجې مایکرو ویف تولیدوي او د پروسټاټ نسج ورباندې تخریبوي.
د پروسټاټ د سلیمې غټېدنې د علاج بله لاره لېزري درملنه ده. په دې عملیه کې د پروسټاټ حجرې په لېزري وړانګو سوځول کېږي.
پرانیستي عملیات
کله چې پروسټاټ وار له مخکې ډېر زیات غټ شوی یا له اختلاطونو سره مل وي نو پرانیستي عملیات یې منطقي حل لاره ده.
https://www.netdoktor.de/krankheiten/benigne-prostatahyperplasie
مننه ډیرمهم په زړه پوری معلومات وو. زه خپله پروستات تکلیف لرم میتیازوکی ډیره کمه مایکرسکوپی وینه راځی درد اوسوزش لرم ۳ میاشتی می ده یوسپیشلیست سره درملنه وکړه ښه نشوم. ډاکترویل کیدایشی دا هیڅ ښه نشی. هغه ده کامری په کوزولو معینات وکړل ویل یی ده پروستات زخم لری. خوزه فکرکوم پروستات می غټ شوی ندی ده میتیازو پروخت لږ کله ډیر درد سوزش لرم او سوکه دی ده شپی یوځل تشناب ته زم عمرمی ۳۵ کاله دی. پلار او نیکه می هم دا تکلیف نه درلود. پوښتنه داده چی ده دی اصلی علت څه دی ؟ ایادابه ده عمرپه زیاتیدو بدترشی؟ ایا دا ابتیدایی حالت دی درملوسره ښه کیدایی شی؟ عملیات کومه مرحله کی ګټور دی؟ عملیات نه پس به تناسلی آله فعاله پاتی شی؟