جمعه, فبروري 6, 2026
Homeټولنیزد نړۍ لویو میلیاردرانو څومره، څه زده کړې کړي؟

د نړۍ لویو میلیاردرانو څومره، څه زده کړې کړي؟

تاند – که د نړۍ د شتمنو کسانو د تحصیلي مخینې ته ځیر شو، چې پکې د ټکنالوژۍ د لویو شخصیتونو لکه ایلن مسک، جیف بیزوس، او مارک زاکربرګ نومونه شامل دي، دا به راته جوته شي چې متنوع تحصیلي سابقې هم د سترو بریاوو سبب کېدای شي.

د دې کسانو بې‌ساري سفرونه دا څرګندوي چې څنګه لیوالتیا او زړور تصمیمونه په ټکنالوژۍ او سوداګرۍ کې هغوی د سترې شتمنۍ خاوندان کړي دي.

هغه پوښتنه چې دلته راپیدا کېږي دا ده: آیا واقعیاً د پوهنتون سند د میلیارد ډالري شتمنۍ لپاره “طلایي ټکټ” دی؟

حقیقت دا دی چې د نړۍ د شتمنو کسانو سفرونه د دې خلاف دي. ځینو یې د دودیز تحصیلي نظام پیروي کړې، خو یو شمېر نورو یې مشهور تعلیمي بنسټونه پرېښي چې خپله لاره په خپله جوړه کړي.

آیا د امازون مشر جیف بیزوس، د انجینرۍ د زده‌کړې پر مهال دا ورځ لیدلې وه؟

د مریخ په اړه د ایلن مسک تر ستراتیژیو وړاندې، څه شي د هغه د تجسس لمبه بلوله؟
آیا مارک زاکربرګ له هارورډ پوهنتونه د وتلو په پرېکړه پښېمانه دی؟

د دې میلیاردرانو ژوند ته کتنه ښيي چې د بریا مسیر د هر چا لپاره یو ډول نه وي. داسې ښکاري چې دا د هغوی زړور تصمیمونه وو چې ژوند، شتمني او نړۍ یې بدله کړه.

ایلن مسک (د سپېس ایکس بنسټګر)

ایلن مسک، چې د ټسلا، سپېس ایکس، او ایکسپاڼې (X) اجرايي رئیس دی، لومړی د کاناډا په کویینز پوهنتون کې شامل شو، وروسته یې په امریکا کې د پنسلوانیا پوهنتون ته لار ومونده، او هلته یې سوداګري او فزیک ولوستل.

ایلن مسک

مسک بالاخره په هغه ځای کې خپل هدف وموند چې کولی یې شو له ټکنالوژۍ سره نژدې واوسي او د نوښت په لور حرکت وکړي. د ژورې علمي پوهې د ترلاسه کولو لپاره، هغه د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سټینفورډ پوهنتون ته لاړ چې د انرژۍ فزیک دوکتورا واخلي، خو یوازې دوه ورځې وروسته یې له دې کبله پرېښود چې خپلو سوداګریز فعالیتونو ته دوام ورکړي.

که څه هم مسک دغه تحصیلي پروګرام پای ته ونه‌رساوه، خو د ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په اړه د هغه علمي مخینې انقلابي نظریاتو ته وده ورکړه.

جیف بیزوس (د امازون بنسټګر)

جیف بیزوس، چې د امازون شرکت بنسټ‌ګر او اجرایي مشر دی، د پرینسټون پوهنتون له بریښنایي انجینرۍ او کمپیوټر ساینس څانګې څخه فارغ شو.


هغه مهال چې بیزوس د پرینسټون پوهنتون محصل و، د خپل راتلونکي لپاره یې قوي بنسټ کېښود. د انجینرۍ او کمپیوټر ساینس زده‌کړو هغه ته دا وړتیا ورکړه چې د الکترونیکي سوداګرۍ په برخه کې ستر بدلون راولي.

هغه د امازون له تاسیس سره نه یوازې د نړۍ د شتمنو کسانو په ډله کې شامل شو، بلکې د نړیوالې ټکنالوژۍ پر یوه ستر ځواک بدل شو.

لري الیسن (د اوراکل له بنسټګرو څخه یو)

لري الیسن د امریکا په ایلینوۍ پوهنتون کې د طب زده‌کړې پیل کړې، خو له فراغت مخکې یې پوهنتون پرېښود.
له دې وروسته، هغه د شیکاګو پوهنتون ته لاړ او هلته یې فزیک او ریاضي ولوستل، خو بیا یې هم تحصیل پای ته ونه‌رساوه.

که څه هم الیسن هم د منځني ښوونځي او هم د پوهنتون د پرېښودو تجربه لرله، خو له ټکنالوژۍ او نوښت سره یې لیوالتیا درلوده، او همدا لامل شو چې د اوراکل شرکت یې تاسیس کړ او د سافټویر صنعت یې بدل کړ.
د هغه ژوند یو ځانګړی مثال دی چې ښيي تعلیمي سند یوازینی شرط نه‌دی، بلکې کله کله لیوالتیا، زړورتیا، او نوښت د نه‌هیریدونکو لاسته‌راوړنو سبب کېږي.

مارک زاکربرګ (د فېسبوک بنسټګر)

مارک زاکربرګ د هارورډ پوهنتون د ارواپوهنې او کمپیوټر ساینس په څانګه کې زده‌کړې پیل کړې، خو دوه کاله وروسته یې پوهنتون پرېښود، چې د خپل تخلیقي کار د پرمختګ لپاره نوې لار غوره کړي.


د فېسبوک پرمختګ د هغه لپاره تر هر پوهنتون ډېر مهم و، او له همدې امله یې خپل زیات وخت د داسې یوې ټولنیزې شبکې په پراختیا ولګاوه چې د انټرنټي کاروونکو ترمنځ یې اړیکې د تل لپاره بدلې کړې.

که څه هم زاکربرګ له هارورډ پوهنتونه فارغ نه‌شو، خو له تحصیل څخه د هغه لاس اخیستل د یو حیرانوونکي سفر پیل و، چې هغه یې د نړۍ د ټکنالوژۍ د مهمو څېرو او د نړۍ د شتمنو کسانو په ډله کې راوست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...