| تر پیل مخکې مو د مبارکې روژې د روغتیايي ګټو او غذایي رژیم په باب معلومات ځکه شریک کړل، چې دوستان د هغوی په رڼا کې تیاری وکړي. پدې لیکنه کې د روژې قراني ژور حکمتونه او هدفونه څېړل شوي دي. |
روژه د اسلام څلورم رکن دی چې د رمضان په ټوله میاشت کې نیول کېږي، او مسلمانان پکې له سپیده چاوده تر ماښامه له خوړو، څښاک، جنسي اړیکو او بدو کړنو ځان ساتي. روژه د ځاني کنټرول، تقوی، او د الله د رضا ترلاسه کولو لپاره یو مهم عبادت دی.
د روژې معنی او تعریف
د روژې لغوي معنا “ځان ساتل یا امساک” دی، او په اسلامي اصطلاح کې روژه د هغه ځانګړي عبادت نوم دی چې یو مسلمان پکې د الله (ج) د حکم مطابق د سپېدو له پیله تر ماښامه د خوړلو، څښلو، او جنسي اړیکو څخه ځان ساتي.
د روژې قرآني هدفونه او حکمتونه
روژه د بقره سورة د ۱۸۲ ایت له مخې پر مومنانو داسې فرض كړى شوې ده لكه په مخكې کسانو باندې چې فرض کړل شوې وه. د همدې مبارک سورة په ١٨٥ ایت کې راغلي دي چې رمضان هغه میاشت ده چې قرآنکریم پکې نازل شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او فرقان (د حق او باطل بېلوونكي ښكاره دلیل) دی، نو مومنان دې د دې میاشتې روژې ونیسي، او ناروغ او یامسافر دې هماغومره ورځې روژې تر سفر یا ناروغۍ وروسته ونیسي. پدې آیت شریف کې دا هم راغلي دي چې الله تعالی پر تاسو د اسانتیا اراده لري، نه د سختۍ، بلکې د دغو ټاکل شوو روژو نیول د دې لپاره دي چې مومنان د الله تعالی لويي بیان كړي. همدارنګه روژه مومنانو او روژه نیوونکو ته هدایت او د شكر ایستلو وخت بلل شوی دی.
په قرآنکریم کې د روژې ته صیام او دغې میاشتې ته رمضان ویل شوي دي. د صیام لغوي معنی داده چې نیونکی یې له خوړو، څښلو، بدو خبرو او کړنو، جنسي اړیکو او نورو منع شوو عملونو څخه ډډه وکړي. شهر رمضان د روژې میاشت ته ویل کیږي.
د بقرې سورة د ١٨۶ آیت د مفهوم له مخې الله تعالی، رسول الله ته فرمایي چې که د الله تعالی بنده ګان درڅخه د الله تعالی تپوس وكړي، نو یقینًا الله تعالی ډېر نږدې دې، او د دعا كوونكيو دعا قبلوي، نو دوی دې هم د الله تعالی حكم ومني، او پر الله دې ایمان راوړي، چې دوى رشد ومومي.
روژه یوه ستره ازموینه او عبادت دی، او مهم دیني هدفونه لري. د قرآن کریم د ایتونو په رڼا کې د روژې قرآني هدفونه او حکمتونه دا دي:
- تقوی: په روژه کې د خالق لور ته متوجه کېدل په شخص کې د ارادې قوت او ځاني کنټرول یعنې تقوی او پرهیزګاري زیاتوي (بقره ۱۸۳). د مریم سورة د ۲۶ آیة له مخې له خبرو څخه هم روژه کیدای شي، چې د معنوي تمرین پر لور تمرکز او تفکر ته لار هواروي او د ارادې له قوت سره مرسته کوي.
- تعاون او مرسته: د روژې د نیولو د ناتوانۍ په بدل کې مسکینانو سره د مرستې کولو توصیه شوې ده، چې ټولنیز تعاون پیاوړی کوي، (بقره ۱۸۴).
- هدایت او د حق او باطل د فرق توانایي: په رمضان میاشت کې د قرآن د نزول هدف د روژې اهمیت لا زیات څرګندوي، او دا نزول انسان ته د هدایت د نښو ښودلو او د ښو او بدو توپیر کولو د وړتیاوو تقویه کول ښودل شوي دي. (بقره – ۱۸۵). دا چې قرآن په روژه کې نازل شوی دی، او روژه د اخلاص، صبر، تعاون، تقوی او رشد د ودې لا زیاتې زمینې جوړوي، باید د قرآن تلاوت او پکې تدبر ته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د ټولو ښو عملونو بنسټ باید د اصلي سرچینې (قرآن) په رڼا کې وي.
- شکر ګذاري: روژه انسان ته د الله تعالی د نعمتونو د شکرګذارۍ ژور احساس او توان ورکوي، (بقره ۱۸۵).
- د خالق لویي بیانول او سره نږدې کیدل: د هدایت او حق و باطل د فرق تر توان میندلو وروسته انسان داسې اساني لارې تشخیصوي، چې د الله تعالی لور ته یې متوجه او ورنږدې کړي. (بقره ۱۸۵، ۱۸۶).
- د دعا پر قبلېدو باور: د عباداتو او په ځانګړي ډول د روژې په نتیجه کې د الله پر لور د توجه د زیاتولي له امله د انسان دعاګانې مستجابیږي (د غوښتنو د تر لاسه کولو له لارې یې موانع لېرې کیږي). (بقره ۱۸۶). البته د دې آیت شریف موضوع له روژې پرته د نورو وختونو لپاره هم ده، خو د روژې د مربوطو ایتونو په منځ کې یې د واقع کېدو حکمت دا دی چې په روژه کې په عبادت کې د اخلاص او تقوی ته د رسېدو فرصت زیات وي، او تر تقوی وروسته له خدایه دعا بې الایشه او حقیقي شکل نیسي. په دې آیت شریف کې الله تعالی ځان نهه ځلې د (زه) په ضمیر یاد کړی دی، چې له انسان سره د هغه ستر ذات بې نهایته نږدې والی او توجه ښیي.
- رشد ته رسېدل: په ایمان، باور او تمرکز سره د ټولو عباداتو او نیکو اعمالو په نتیجه کې انسان رشد یعنې ذهني، اخلاقي، او شخصیتي پوخوالي، توازن او استقلال ته رسېږي، چې د ځان، ټولنې، کایناتو او خالق په باب ژور درک، پیدا کوي، آزاد فکر او نوښت کوي، له نورو سره همدردي، سالمې اړیکي، مرسته، او تعاون کوي، او لارښوونه او روزنه یې کوي. (بقره ۱۸۶).
- د ښځې او مېړه پر نږدې والي او مقام ټینګار: د روژې په مربوطو آیتونو کې د ښځې او مېړه د محرمې اړیکي په باب د تقوی او پرهیز تر امر وروسته دا اړیکه دومره نږدې او محرمه ښودل شوې ده، چې دوی یې یو د بل لباس ګڼلي دي. (بقره ۱۸۷). لباس د انسان پرده، ښکلا او حفاظت دی، نو د دې ښکلې کلمې له دغه ډول بیانولو دا ژور مفهوم راوزي چې د نر و ښځې پرده، ښکلا او حفاظت شریک او یو پر بل پورې تړلي دي، او په منځ کې یې بل هیڅوک نه ځاییږي.
- د بری زیری: د روژې نیول او نورو نیکو اعمالو سرته رسول د انسان لپاره (د نجات) د زیري په توګه یاد شوي دي. (توبه ۱۱۲).
- نورو ښو عملونو ته زمینه جوړول: د روژې نیولو د ناتوانۍ په صورت کې انسان ته د نورو ښو کارونو بدیلونه وړاندې شوی دی، لکه د مریانو ازادول او له مسکینانو سره مرسته کول. (مجادله ۳ – ۴).
- د ځینو بدو کړنو او ګناهونو د متبادلې سزا په توګه: د سهوې قتل عامل ته د دوه میاشتې روژو نیولو امر هله شوی دی چې مريي نه لري چې ازاد یې کړي. (النساء – ۹۲). د احزاب سوره په ۳۵ ایة کې هم روژه د نورو نیکو عملونو په شان د بخښنې او ستر اجر وسیله ګڼل شوېده.
- د ګناهونو جبران او سزا د تخفیف او بدیل لارې په توګه: د ځینو ګناهونو د کفارې یا جبران لپاره هم په مربوطو مومنانو روژه فرض کړای شوې ده: د المایده – ۹۵ آیت له مخې د روژې نیولو یا مسکینانو ته د مرستې کولو امر شوی دی.
د دې ټولو مهمو هدفونو او حکمتونو په منځ کې پر تقوی، شکر او رشد ډېر ټینګار شوی دی او تر هر یوه مخکې د لَعَلَّكُمْ او لَعَلَّهُمْ ذکر راغلی دی.
سره له دې چې په روژه کې روغتیايي ګټې هم مهمې دي چې موږ په تېره لیکنه کې تشریح کړې، همدارنګه شتمن انسانان د غریبانو له احواله خبریږي، چې دغه هم سم برداشت دی، خو قرآن کریم د روژې هدفونه، حکمتونه او ګټې په پورته ډول ډېرې لوړې ښودلي دي.
د روژې شرایط:
د روژې د فرض کېدو لپاره لاندې شرایط پوره کول ضروري دي:
اسلام: د دیني مکلفیت په توګه یوازې پر مسلمانانو روژه فرض ده.
بلوغ: پر ماشومانو روژه فرض نه ده.
عقل: پر مجنون یا لیوني روژه فرض نه ده.
روغتیا: ناروغ انسان ته اجازه ده چې روژه وځنډوي او وروسته یې قضایي اداء کړي.
مقیم حالت کې: مسافر انسان ته هم اجازه ده چې روژه وځنډوي او تر مقیم کېدو وروسته یې قضایي اداء کړي.
د روژې بنسټیزې برخې:
نیّت: د روژې نیولو قلبي نیت ضرور دی، چې روژه نیول باید یوازې د الله (ج) د رضا لپاره وي.
د خوارک، څښاک، او خواهشاتو پرېښودل: په روژه کې د سپېدو له پیله تر لمر لوېدو پورې هر ډول خوراک، څښاک، او جنسي اړیکې حرامې دي.
د معنوي پرمختګ پر لور هڅې: روژه باید د الله د رضا لپاره پدې باور ونیول شي، چې په انسان کې ایمان، تقوی، تعاون او شکرګذاري تقویه کړي.
د روژې وختونه:
سپېده چاود: کله چې د فجر اذان کېږي، روژه پیل کېږي.
لمر لوېدنه: کله چې د ماښام اذان کېږي، روژه ماتېږي. البته د حدیث شریف مفهوم دی، چې روژه سهار ته تر ټولو نږدې وخت کې پیل او د لمر پریوتو وروسته هر څه ژر تکمیل شي. د (صحیح بخاري روایت دی چې: “خلک به تر هغه په خیر کې وي چې روژه ژر ماتوي.”
د روژې ماتونکي:
لاندې هغه اعمال دي چې که څوک یې وکړي، روژه یې ماتیږي:
- په قصد سره خوراک او څښاک.
- په روژه کې جنسي اړیکو ټینګول.
- په قصد سره کانګې کول.
- د حیض او نفاس راتلل (ښځو لپاره).
- د معدې له لارې له درملو استفاده کول.
له روژې معاف کسان:
لاندې کسان د روژې له نیولو څخه معاف دي، چې وروسته باید وروسته قضا یا کفاره ورکړي:
- هغه ناروغان چې روژه نیول ورته ضرر رسوي.
- هغه مسافرین چې په اوږده سفر کې وي.
- بوډاګان چې د روژې توان نه لري (د فدې په بدل کې).
- حامله یا شیدې ورکونکې ښځې، که روژه نیول د دوی یا د ماشوم لپاره ضرر وي.
د روژې ځانګړي عبادات: روژه ځانګړې میاشت ده او عبادت پکې تر نورو وختونو په پوره تمرکز کېدای شي او د قبلیدو چانس یې زیات دی، نو باید تر وسه وسه زیات عبادت پکې وکړل شي:
تراویح لمونځ: د رمضان په میاشت کې د شپې ځانګړی لمونځ دی چې د ثواب لپاره ادا کېږي.
د قرآن کریم تلاوت او پکې تدبر: د رمضان میاشت د قرآن د نزول میاشت ده، نو د قرآن تلاوت ته ځانګړې توجه کېږي.
اعتکاف: د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې په جومات کې پاتې کېدل او عبادت کول یعنې اعتکاف هم د محلې د څو کسانو له خوا تر سره کېږي، یو مهم عبادت دی.
د قدر شپه: د رمضان په وروستۍلسېزه کې یوه شپه چې د عبادت لپاره ډېره غوره ګڼل کېږي، د قدر شپې په نوم یادیږي چې معمولا په طاقو شپو کې ښودل شوې ده او مسلمانان په دغو شپو کې ځانګړي عبادتونه کوي، ګوندې که د قدر شپه ومومي.
د روژې اجر او فضیلت:
د روژې د فضیلت په اړه ډېر احادیث راغلي دي، مثلا دوه مبارک حدیثونه یې لولو:
“هغه څوک چې د رمضان روژه د ایمان او د اجر په هیله سره ونیسي، د هغه ټول تېر (صغیره) ګناهونه یې معافېږي.” (صحیح بخاري). او د الله تعالی له خوا قدسي حدیث فرمایي: “روژه زما لپاره ده، او زه به د هغې بدله ورکوم.” (صحیح بخاري).
د روژې ټولنیزې ګټې:
روژه د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي ټینګښت راولي، د ټولنې له بېوزلو وګړو سره د مرستې احساس او عمل رامنځ ته کوي او د د صبر، تحمل، او زغم د ودې له لارې د ټولنې د سکون، او یووالي سبب کېږي.
په پای کې ویلی شو چې روژه یو معنوي سفر دی چې انسان الله (ج) ته نږدې کوي، د نفس تزکیې ته لار هواروي او د ټولنیزې همدردۍ احساس پیاوړی کوي. د روژې په ادا کولو سره مسلمان د الله تعالی د رحمت، مغفرت او جنت ترلاسه کولو لوی فرصت برابروي.
په مجموع کې، قرآن د لمونځ، روژې او نورو عبادتونو له لارې داسې انسان روزي چې د اسلام، ایمان، احسان، زهد، تزکیې، علم، تقوا، فلاح، تفکر، تدبر، عبادت او ښېګڼې خاوند وي او د رشد مرحلې ته ورسیږي. رشد د انساني کمال یوه ستره مرحله ده؛ او تر رسول الله وروسته، راشد خلفاء د دې کمال مثال ګڼل شوی دي. دا چې له ایمان او اخلاص سر ملګرې روژه موږ د انساني معنوي کمال او رشد لور ته رسوي؛ نو باید په دقت، مینه او خوښه یې ادا کړو، له خپلو همنوعانو سره تعاون، مینه او ښېګڼه وکړو، ټولنې ته خیر ورسوو او د چاپیریال په اعمار او ساتنه کې برخه واخلو.
د روژې (صوم) یادونه او مربوط موضوعات د قرآن په لاندې ۱۳ آیتونو کې شوې ده:
البقرة، ١٨٣، ۱۸۴، ۱۸۵، ۱۸۶، ١٨٧، ١٩٦.
النساء ۹۲.
المائدة ۸۹، ۹۵.
المجادلة ۴، ١٨٤.
مريم ۲۶.
الأحزاب ۳۵.
د رمضان کلمه د بقره سورة په ۱۸۵ آیت کې راغلې ده.
علي خان
دقران عظيم الشان نزول
قران عظيم الشان دالله تعالی ج بليغ کلام دی چي د لوح محفوظ څخه په محمد ص باندې نازل شوی دی داسې کلام چي زړونو ته نېغه لاره پيداکوي, الفاظ ئې خوندور دي, معنی او مفھوم يې څرګند او محتوی ئې ډيره اوچته ده چي اورېدونکی ته د شک او شبھې مجال نه پريږدي •
الله تعالی ج فرمايې: بلکه دادئ پرتمين قرآن• په يوې خوندي لوحې کي• البروج
دا ھغه پرتمين قرآن دی چې په لوح محفوظ کي ثبت او ھغه ذات چې د کائناتو خالق او په ھرڅه قادر او مالک الملک دی داسې راليږلی چې له ھر ډول لاس وھني او تکذيب نه په بشپړه توګه خوندي ساتل شوی دی•
الله تعالی فرمائې:
او موږ ئې ھرو مرو ساتونکي يو•الحجر
منکرين او د شيطان د کږو وږو لارو لارويان يې د خپلو بې ځايه ھڅو , ناوړه خيالونو او خدعو په کارولو سره د اثبات, حقانيت, پرېکړو او تحقق مخه نشي نيولای نه ئې مطالب تحريف کولی شي او نه ئې ھم په زور او زېر کي د بدلولو توان لري •
دا ډول لوح محفوظ (خوندي صفحه) د ھغو ټولو الھيه علومو ھغه که تقديرې وي او که تکوينې, مرګ او ژوند بيا تر قيامت پورې د ټولو معلوماتو خزانه او سرچينه ده الله تعالی فرمايې:
او ھر ووړ او لوی (عمل) ليکل شوی دئ•
القمر
داسې چې د عالم ھر ووړ او لوی عمل په دي پاڼو کي ثبت او د دي پاڼو له مخي به ورسره چلند کيږي•
يا دا چې: نه په زمکي کي کومه پېښه را منځته کيږي او نه ستاسو په خپل ځان کي مګر دا چي په کتاب کي (ثبت شوې) تر ھغه وړاندي چي پيدا ئې کړو, يقينأ چي دا الله ته آسان دئ• الحديد
الله تعالی د کائناتو په ټولو پېښو خبر او له مخکې علم لري يعنې ھر څه پکي ثبت دي•
تر ټولو وړاندې قرآن عظيم الشان د لوح محفوظ نه آسمانې دنيا ته په ليلةالقدر کي را غلی دئ•
الله تعالی فرمايې:
بې شکه مونږ نازل کړی دی دغه د قدر په شپه کي• (القدر)
د اعتراضونو په وړاندې ځواب او حل يې بھترين ثبوت دی لکه چې د مشرکينو د يو اعتراض په وړاندې د قرآن ځواب او حکمت داسې دی:
مفسرين وائې چي ټول قران په يو وخت کي آسمانې دنيا ته راغلی دئ,او د ليلةالقدر په کوم ځای کي چي نازل شوی دئ ھغه بيت العزت دئ, د شعبی رح څخه ھمدا روايت دی چي جبرائيل ع تر ټولو وړاندې د آسمانې دنيا بيت العزت خواته راوړی دئ او بيا له ھغه ځای (آسمانې دنيا) نه په زمکي باندې رسول اکرم ص ته د 23 کلونو په موده کي لېږ, لېږ نازل شوي دئ چي پکي د دريو (3) کلونو فترت وحي (وقفه) ھم شامله ده, چي د موقع او اړتيا په اعتبار سره نازليده کله دوه , څلور او يا یوه, يوه رکوع او کله ھم پوره سورتونه د الله تعالی د حکمت او مصلحت له مخې نازل شوي دي•
د قرآن عظيم الشان عظمت او لويې په دي کي ده تر څو په آسمانو کي اوسيدونکې فرښتې پوھ شي چي د الله تعالی د ا کلام (قرآن) په محمد خاتم الا نبياء باندې نازلېږي•
ټول مخکنې کتابونه په پيغمبرانو باندې په يو وخت کي نازل شوې دي ليکن قرآن په 23 کلونو کي, پوھان وائې له دي وجې تر څو په آسانې سره حفظ, د ضرورت له مخې د مضامينو نزول, د مشرکينو او کفارو
او ھغو چې کفر ئې کړی وو وويل: ولي ټول قرآن (په بشپړه توګه) او يو واري نه دئ پرې نازل شوی, داسې مو ددې لپاره کړي چي ستا زړه پرې مضبوط کړو, او ورو ورو مو ټوک ټوک (درباندي) لوستلی• الفرقان
په دې مبارک آيت کي په ډير صراحت او واضح توګه سره د مخالفينو د اعتراض او ھغوی ته د ځواب ويل دا شيي چې ټوک ټوک ددې لپاره چې د ھغه ( محمد ص) زړه پرې مظبوط کړی شي, د ې ته په پام سره چې د قرآن په ھره واقعه کي تازه ھدايت , لارښوونې او د ستونزو حل, ځواب او ورسره د صبر تلقين , زيری او حوصله افزايې ده•
د قرآن نزول د جبرائيل ع په ذريعه سره د محمد (رسول الله) په سپيڅلی زړه باندې نازليده او دالله تعالی د حکم مطابق يې صحيح ھغه مبارک ته رساوو نو ځکه ھغه (جبرائيل ع) په قرآن کي د آمين په لقب سره ياد شوی دئ, داد قرآن درجه او ترتيب ؤ چې د رسول الله ملګرو په اسانې سره په يادو ياد کړ•
د ټولو مفسرينو او محديثېنوو په دي خبره اتفاق او يوالی دی چې د قرآن د نزول پيل او د وحي سلسله له ھغې ورځې نه چې رسول الله ص ته نبوت او رسالت ور سپارل شوی دی شروع کيږې کوم چې د ربيع الاول مياشت په روژه کي دې دنيا ته را نازل شوی دی لکه چې قرآن وائې:
د روژې مياشت ھغه ده چي په ھغې کي قرآن نازل شوی؛ د خلګو لپاره لارښود, د ھدايت څرګندي نښې او فرقان, نو چي څوک دا مياشت بيا مومي ھغه دي روژه ونيسي او څوک چي بيمار وي او يا په سفر باندي, نو پر ده دنورو ورځونه شمير پوره کول دي, الله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختي اراده درته نه لري, دا د دې لپاره چې شمېر پوره کړئ او د دې لپاره چي الله د ھغه څه لپاره په لويي ياد کړئ چي تاسو ئې ھدايت کړئ او چي شکر وکړئ• البقره
څومره مهربانه ټولواک دئ چي خپلو بندګانو ته د اسانتيا اراده لري نه د سختي, نو ځکه انسان ته په کار ده چي دالله تعال لويې او عظمت ته منقاد او تل سرټيټی وي, ژمنه يې داوي چي يوازې تاته د احتياج لاس پورته کووم, او له تانه پرته به د بل هيچا په وړاندي سر نه ټيتوم او نه به يې لمن نيسم، په زړه او خوله به مې دا زمزمه وي چي يوازې ستا واک چليږې او يوازې ته ماته کافي يې•
محمد بن اسحاق رح وئيلې : د روژي اوولسمه نيټه وه چي محمد ص په نبوت فائز شو, حافط عسقلاني (فتح الباري) ھم دغه قول ته ترجيح ورکړې ده ځکه چي رسول الله به د روژي په مياشت کي په غار حرا کي اعتکاف درلود•
د قرآن نزول په روژه او رمضان مياشت کي يې دحکمت لويه وجه داده-
چي دا ډيره د عظمت او برکت مياشت ده, ځکه چي په دي مياشت کي د الله تعالی د نور او تجلياتو ظهور کيږي او برابره ده چي د الله تعالی کلام (قرآن) د خير, برکت, نور او تجلياتو ريښتونې خزانه ده, ھمدا مياشت ده چي د روژه نيونکو د عبادت له وجې د نفس څخه ظلم او کېنې تښتي او زړونه په روحانې وړانګو او د باطنې تجلياتو څخه شيرازه کيږي او د الله تعالی له خوا پر ټولو عالميانو باندي د روښنې او برکتونو ډک د رحمت باران اورې•
په داسې حال کي په الله ج مين بختور انسانان د ھغه مستعان خدای د ليدلو تمنا لري له دي وجې الله تعالی خپل کلام (قرآن) نازل کړي دئ تر څو الله ج ته منقاد او تابع بندګان د خپل حقيقی مالک په جلوه خپل زړونه خړوب کړي, ځکه چي په ھره خبره کي د خبرې کوونکي, وصف کمال او لويي پرته ده, ھغه د عالمونو رب, ډير مھربان او د ټولو ستاينو وړ واکمن رب دئ•
ای ربه! ستا په کلام باندې د فھم لپاره زموږ سينې وسپړې او ستا د اطاعت او رضا په درښل کي مو مخکښ کړي تر څو د دنيا او آخرت نيکمرغې او سعادت مو په برخه شي او له ناروا ,فساد, ظلم او تېری له بدو پايلو مو په خپله تلپاتي پناۀ کي وساتې • آمین
درنښت
علی خان