جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان کې پر یوه پوځي مرکز دوه ځانمرګي بریدونه شوي

پاکستان کې پر یوه پوځي مرکز دوه ځانمرګي بریدونه شوي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۱۴مه】‏د پاکستان پوځ ویلي، د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه پوځي مرکز دوه ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، لومړی ځانمرګو بریدګرو د دغه مرکز د دېوال تر څېرمه خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او وروسته شاوخوا شپږ تنو دې پوځي مرکز ته د ننوتو هڅه کړې.

سرچینه د پاکستاني پوځ له قوله ویلي چې، د ننوتونکو کسانو مخه نیول شوې ده.

د راپور له مخې، د دغه برید مسوولیت د ټي ټي پي اړوندې جیش‌الفرسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

یاد اژانس زیاته کړې چې، دې برید لسګونه پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو کسانو کره ارقام لا نه دي معلوم شوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د نا امنۍ په لومه کې را ګیر شوی او هره ورځ ترې د چاودنو او بریدونو خبرونه خپرېږي.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي چې تازه دوه پرلپسې شپې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې وشوې او لا هم دواړه لوري د تیارسی په حال کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب