تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۱۴مه】افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ډېورنډ پر فرضي کرښه د افغانستان د اوسني نظام د پوځیانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشاري وایي، دواړه لوري باید ډیپلوماسي غوره کړي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، دواړه لوري باید یوې هوکړې ته ورسیږي چې له مخې یې، د هیڅ هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د نوموړي په خبره، دغه چاره به د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا سوداګري عادي حالت ته را وګرځوي او دواړه هېوادونه به ترې ګټه واخلي.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، کابو ۱۲ ورځې کې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې ده.
د دې دروازې د خلاصون په موخه دوه ځلې ناسته وشوه خو د منفي پایلې ترڅنګ وروسته دواړه لوري په نښته شول.
کابو دوه شپې پر لپسې دواړه لوریو خپلو کې وسله واله نښته وکړه چې دواړه لوریو ته په کې زیانونه واوښتل.
د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د افغان ملت دوښمنه اود بیروت تحصیلی دوری څخه راپدی خوا د سی آی اي تربیه شویه جاسوسه دا قادیانی چړیان د امریکا په ډالرو د ستا تر رهبری د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په ملاتړ په قادیانیو مدرسو کښی تربیه شوی دی دا قادیانیانی چړیان د ستا او پنجابی پاکستان کاملآ غلامان دی او دا مخالفت او شخړه د پنجابیانو سره جعلی دی او تاسی ملی خائین خپلو چړیانو او دوستانو پنجابیانو ته ددرواغو جعلی مشوری ورکوی ، د وحشی ترمپ سره به راتلوونکی تاسی ملی خائین افغان ملت ته نوره هم د زیاتره تباهی سبب شۍ ، امید دی چی د تاسی ملی خائین څخه د افغان ملت تباهی انتقام واخیستۍ شی !!!!